د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو برید کې وژل شوی

د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان او د ملي امنیت مدیر د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومندان سمونمل معراج الدین سادات د جمعې په ورځ د «غوايي پر۱۳مه»امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د مرکز په درې کیلومترۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید پرمهال رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په نښته کې وسله والو برید کوونکو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او هیڅ یوې امنیتي پوستې سقوط نه دی کړی.

هغه وویل:"تیره شپه وسله والو یوه ډله ییزه حمله د شینکۍ ولسوالۍ د کمربند پر یوه مهمه پوسته وکړه چې د ولسوالۍ له مرکز څخه زموږ کمکي ځواکونه سیمي ته د تګ په حال کې وو چې د وسله والو له یوه کمين سره مخ شوه چې د شینکۍ امنیه قومندان دوهم څارن عبدالله او د ملي امنیت مدیر په پېښه کې وژل شوي."

د زابل امنیه قومندان زیاته وي چې په پېښه کې د دولت ۱۴ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

خو یوې بلي امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې په پېښه کې ۳ نور پوليس وژل شوي او ۳ هم ټپیان دي.

دغه راز ۶ وسله وال برید کونکې طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

شینکۍ د زابل د مرکز د جنوب په اتیا کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالي ده.

د زابل د ولایتي شورا غړي وايي، چې په دې ولایت کې امنیتي پېښي په بې ساري ډول زیاتي شوي او دوی يې په اړه له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې دې ولایت ته خپل پام زیات کړي.

خپله وسله والو طالبانو د شینکۍ ولسوالۍ د تیري شپې د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.