د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سرتېرو زابل کې د طالبانو له زندانه ۵۳ تنه خوشي کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په زابل ولایت کې د طالبانو له زندان څخه ۵۳ تنه افغان سرتېري خوشي کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د جمعې په ورځ د «غوايي میاشتې پر ۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد کسان تېره شپه د دغه ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په «اولم» سیمه کې دافغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له زندانه ازاد شوي دي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:"په خوشي شوو کسانو کې ۴ تنه افغان کمانډو، ۴ ملي او ۴ سیمه ییز پولیس، ۳۲ تنه ملي اردو، یو د ملي امنیت کارمند او ۸ ملکي وګړي شامل دي."

نوموړي زیاته کړه چې د دغه عملیاتو پرمهال ۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې د طالبانو له زندانه خوشي شوي کسان خوندي ځای ته انتقال شوي چې وروسته به مرکز کابل ته انتقال شي.

افغان سرتېرو تر دې مخکې د افغانستان، په هلمند، ارزګان، غزني او کندز ولایتونو کې هم د طالبانو له زندان څخه ګڼ شمېر زندانیان خوشي کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG