اوچا نړیوالو ته: د سمنګان زلزله ځپلي کورونه نه لري، مرسته وکړئ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم اداره (اوچا) وايي چې د افغانستان د سمنګان په ولایت کې زلزله ځپلې سرپناه او کورونه نه لري او نړیوال بسپنه ورکوونکي باید مرسته وکړي.

دغې ادارې په خپل ایکس حساب کې د زلزلې ځپلې سیمې یوه ویدیو خپره کړې چې په کې ویجاړ شوي کورونه او ځپل شوي خلک لیدل کېږي.

په ویدیو کې د اوچا یوه مسئوله وايي: «درې اونۍ مخکې زلزلې دا او ورڅېرمه ولایتونه وځپل. په دغې درې کې ۶۰۰ کورنۍ زیانمن شوي چې بشري ادارې یې وهڅولې ځپل شویو ته سرپناه، خواړه او نقدي مرستې برابرې کړې. خو ژمی نژدې دی او موږ باید نورې سرچېنې (مرستې) هم برابرې کړو چې ځپل شوې کورنۍ ژمي په خیر تیر کړي.»

د اوچا دا مسئوله وايي چې زلزله ځپلې سیمې وار دمخه وچکالیو هم زیانمنې کړې او خلک د څښاک اوبو او د ژمي تېرولو لپاره موادو او وسائیلو ته ضرورت لري:

«موږ له ټولو شریکانو او د خپلو غړو دولتونو څخه غواړو چې د افغانستان د بشردوستانه صندوق سره مرسته وکړي، چې له کورنیو سره مرستې وکړو، چې بیا ورغول شي او له اضطراري سرپناه څخه دایمي استوګنو ته انتقال شي» او خپل ژوند وکړي. نوموړې نه دې ویلي چې د دغو زلزلې ځپلیو سره د مرستو لپاره څومره پېسو او بودیجې ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ویلي دي چې د سخت ژمي له کبله په هرات کې په یوې زلزلې ځپلې سیمې کې څلور ماشومان مړه شوي دي. دغې ادارې له نړیوالو غوښتي دي، چې مرسته وکړي.

تېره میاشت زلزلې د افغانستان په شمال کې ځینې ولایتونه او سیمې وځپلې او سمنګان کې خلکو ډېر زیان ولیده.

د راپورونو په اساس په دغې زلزلې کې په سمنګان کې ۱۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي. دغې زلزلې کې په شمالي ولایتونو کې شاوخوا ۲۷ کسان مړه کړي او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کونړ په ولایت کې هم زلزلې زرګونه کسان مړه کړل او زرګونه کورونه او کلي یې ویجاړ کړل. د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم زلزلو زیانونه رسولي دي.

د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په یوې ارزونې کې ویل شوي وو چې د افغانستان په زلزله ‌ځپلو ختيځو ولايتونو کې د استوګنځايو، ښوونځيو او د بنسټيزو خدماتو لپاره ۱۲۸.۸ ميليونه ډالرو ته اړتیا ده.

په دغه راپور کې ویل شوي وو چې د افغانستان سره د مرستو د ناڅاپه کمیدو له امله د بيا رغونې هڅې له لویو ستونزو سره مخامخ دي. نړېوال بانک، اروپايي ټولنې او اسيايي پرمختيايي بانک په ګډه دا ارزونه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې شوې. ملګري ملتونه اټکل کوي چې دا هېواد سږکال ۳.۲ ميليارده ډالر او په ۲۰۲۶ کال کې هم همدومره مرستو ته اړتیا لري، چې له هغې څخه تر نيمايي کمه اندازه یې تمويل شوې ده.