د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه : افغانستان کې زلزله ځپلو سره عاجلو مرستو دپاره ۱۲۹ ملیون ډالرو ته اړتیا ده


زلزله ځپلی ماشوم
زلزله ځپلی ماشوم

د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې يوه نوې ارزونه ښيي چې د افغانستان په زلزله‌ځپلو ختيځو ولايتونو کې د استوګنځايو، ښوونځيو او د بنسټيزو خدماتو لپاره ۱۲۸.۸ ميليونه ډالرو ته اړتیا ده.

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د هېواد لپاره د مرستو د ناڅاپي کمیدلو له امله د بيا رغونې هڅې له لویو ستونزو سره مخ دي.

د ګډې چټکې بيا رغونې د اړتیاوو ارزونه چې د نړېوال بانک، اروپايي ټولنې او اسيايي پرمختيايي بانک په همکارۍ ترسره شوې، د یوه درې کلن پلان په ترڅ کې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د کورونو، روغتيايي مرکزونو، د اوبو سيستمونو او کرنيزو ځمکو د بيا جوړولو لارې چارې ټاکي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان ته نړيوالې مرستې کمې شوې دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې دا هېواد سږکال ۳.۲ ميليارده ډالر او په ۲۰۲۶ کال کې هم ورته اندازې مرستې ته اړتیا لري، چې له هغې څخه تر نيمايي کمه اندازه تمويل شوې ده.

پدې راپور کې چې د (JRRNA) په نوم یادیږي راغلي چې وروستیو زلزلو په لسو ولسواليو کې شاوخوا ۸۶.۶ ميليونه ډالر زيان اړولی، ۵۶ زره کورنۍ يې اغېزمنې کړې چې لدې ډلې څخه ۶۲۰۰ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي، ۲۰۰۰ سخت زیانمن شوي او ۲۲ روغتيايي مرکزونه او ۸۰ ښوونځي اغیزمن شوي دي. د بشپړې بيا رغونې لګښت تر دې هم لوړ، يعنې ۱۲۸.۸ ميليونه ډالر اټکل شوی.

تر ټولو لویه ستونزه د استوګنځایونو بيا رغونه ده چې ۵۴.۹ ميليونه ډالر لګښت غواړي. د تعليمي بنسټونو د رغونې دپاره ۱۴.۹ ميليونه ډالرو ته اړتیا ده او د اوبه لګولو، کرنيزو ځمکو او کلیوالو سړکونو لپاره نورې مرستې هم ضروري دي.

د ملګرو ملتونو ادارو زرګونو کورنیو ته د اوسیدو دپاره بیړنۍ خیمې او نغدي مرستې ورکړي، خو نږدې ۱۰ زره کورنۍ لاهم د عاجلو سرپناه مرستو ته اړتیا لري او ۷۷۰۰ کسان لا هم بې‌ځایه دي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام پلان لري چې راتلونکی کال د زيربناوو، کارموندنې او خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره ۱۵۰ ميليونه ډالر راغونډې کړي، چې پکې ۴۳ ميليونه ډالر د راستنېدونکو کډوالو د بيا ادغام لپاره تخصیص شوې دي. د ملګرو ملتونو چارواکې پدې ډاډه ندي چې تمويلوونکي به څومره مرسته وکړي.

افغانستان د نړۍ د کډوالو د اجباري ستنېدنې تر ټولو لوی بهیر سره هم مخ دی.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمیرو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال راهيسې ۴.۳ څخه تر ۴.۵ ميليونو افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې شمېرې ښيي چې که روانې تګلارې دوام وکړي، نو تر ۲.۵ ميليونو پورې نور له ايران کې او ۱.۷ ميليونه له پاکستان کې څځه ممکن بیرته افغانستان ته ستانه شي.

د اګست د میاشتې د زلزلې نه وروسته د ماشومانو دپآره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزله ځپلو ماشومانو سره د مرستې دپاره د ۲۲ ملیون ډالرو د عاجلو مرستو غږ کړی دی.

یونیسف ویلي و چې که دا مرستې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کنړ او ننګرهار په ولایتونو کې د ۴۰۰ زرو کسانو د ملاتړ دپاره، چې پدې کې ۲۱۲ زره ماشومان شامل دي، ولګول شي.

دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد د وچکالۍ، پراخو ستنېدنو او د بیکارۍ له امله سخت کمزوری شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG