په اندونیزیا کې زلزلې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي

د اندونیزیا په ختیځو برخو کې د شنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) د ریکټر په کچه ۷.۷ درجې زلزلې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي دي.

د اندونیزیا د ناورینونو د مدیریت ادارې ویلي چې د ژغورنې ټیمونه زلزله ځپلو ښارونو چیکا او مایومر ته رسېدلي دي ترڅو ټپیان روغتونونو ته ولیږدوي او له کنډوالو څخه جسدونه راوباسي.

رویټرز خبري اژانس د دې وژونکې زلزلې له امله د وژل شویو شمیر ۳۸ اعلان کړی خو اسوشیټیډ پریس د لږ تر لږه ۴۰ کسانو د مړینې راپور ورکړی دی.

د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکي د زلزلې د نورو ټکانونو له ویرې په موقتي سرپناوو کې اوسیږي

په داسې حال کې چې د ژغورنې ټیمونه د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو او ټپيانو په لټه کې دي، او کورونه نړېدلي دي، د اندونیزیا چارواکي وايي چې د وژل شویو شمېر به احتمالاً لوړ شي.

د سهار په لومړیو ساعتونو کې د زلزلې وروسته، د اندونیزیا په ډېرو ساحلي سیمو کې د سونامي یو متر لوړې څپې ثبت شوې. د سونامي خبرداری د زلزلې له ټکانونو څخه نږدې یو ساعت وروسته ورکړل شو.

د مایومر ښار د ژغورنې ادارې مشر، فتحور رحمان، رویټرز ته وویل چې د ژغورنې ټیم د مایومر ښارګوټي شاوخوا ۲۰ جسدونه او شپږ ټپیان موندلي دي، او زیاته یې کړه چې دوه نور تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د نوسا د ختیځې سیمې د پولیسو مشر، روډي درموکو وویل: "موږ لاهم د زیانونو او تلفاتو په اړه راپورونه راټولوو، خو ارتباطي مشکلات موجود دي."

د مایومر یوه ۳۷ کن اوسیدونکي سیتي سلفیا بیرا وویل چې زلزلې هغه ته سخته "رواني صدمه" ورکړې ده.

سولفیا بیرا وویل: "کله چې زه ماشومه وم، ما د ۱۹۹۲ کال زلزله ولیدله، بیا د ۲۰۲۲ کال، او اوس دا." "نو وېره او صدمه شته. تر دې بده دا ده چې موږ په کور کې واړه ماشومان لرو."

فتور رحمان رویټرز ته وویل چې ټیمونه لا تر اوسه ناګارکوت ته، چې د مرکز څخه تر ټولو نږدې سیمه ده، نه دي رسېدلي او هلته د مخابراتو سګنالونه پرې شوي دي.

رحمان وویل چې د سړک له لارې ناګیکو ته د رسېدو هڅې د ځمکې ښویېدو له امله بندې شوې دي، په داسې حال کې چې یوه بله ډله هڅه کوي چې د کښتۍ له لارې هلته ورسېږي.

د اندونیزیا د جیولوجۍ ادارې، لومړی زلزله د سهار په ۴:۵۸ دقیقو ۱۵ کیلومتره د ځمکې په عمق کې ثبت کړه، چې ورپسې څو پس‌زلزلې هم وشوې.

دغې ادارې ویلي چې په همدې سیمې کې په ۱۹۹۲ کال کې هم د ۷.۵ درجې زلزله شوې وه چې په هغه وخت کې یې پراخې ورانۍ رامنځته کړې وې.