د فوټبال د ۲۰۲۲ نړیوال جام لومړۍ لوبه اکوادور وګټله 

اکوادور قطر ته ۲-۰ ماتې ورکړه

په قطر کې د ۲۰۲۲ د فوټبال جام سیالۍ نن یکشنبه نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) پیل شوې چې په لومړۍ لوبې کې اکوادور کوربه قطر ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

دا لوبه د قطر د «البیت» په لوبغالي کې وشوه چې لسګونه زره مینه وال یې لیدو ته ورغلي وو.

د اکوادور لوبغاړي اینر والنسیا د لوبې په ۱۶ او ۳۱ دقیقو دوه ګولونه ووهل. ده د لوبې په درېیمه دقیقه کې هم یو ګول وواهه خو افسایډ و او حساب نشو.

د لوبې په دویمه نیمایي کې قطر تر لومړۍ نیمایي ښه لوبه وکړه خو د ګول وهلو ځینې فرصتونه یې هم ضایع کړل او اکوادور قطري لوبغاړي پرېنښودل چې ګول پرې ووهي. قطر او اکوادور په الف ګروپ دي.

ټاکل شوې چې سبا دوشنبه درې لوبې وشي، ایران له انګلنډ سره، امریکا له ویلز سره او سینیګال له هالنډ سره لوبې لري.

په دغه نړیوال جام کې ټولټال ۳۲ لوبډلې برخه لري‌ او ۶۴ لوبې به کېږي.