د لاس رسي وړ اتصالات

فيفا د قطر له نړیوال جام څخه تر ۷۰۰ میلیون ډالرو پورې عاید ترلاسه کوي


د فیفا مشر جیاني اینفانټینو د شنبه په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) وویل دا بنسټ به د څلور کاله مخکې ټورنمنټ په نسبت، سږ کال د قطر د فوټبال له نړیوال جام څخه تر ۷۰۰ میلیونه ډالره ډیر عاید ترلاسه کړي.

نوموړي وویل د ۲۰۱۸ کال د روسیې د ټورنمنټ په نسبت به تر ۲۰۰ میلیونه ډالر د مطبوعاتو له حق، ۲۰۰ میلیونه ډالر نور د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ او ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه نور د ټکټونو او میلمه پالنې له درکه ترلاسه کړي.

د فیفا مشر د یکشنبې په ورځ د کوربه هیواد قطر او اکوادو ترمنځ د پیلیدونکې لوبې مخکې وویل:"دا نړیوال جام به د تیر نړیوال جام په نسبت د فیفا لپاره ۶۰۰ تر ۷۰۰ میلیونه ډالر ډیر ترلاسه کړي."

اینفانټینو وویل، د یکشنبې په ورځ به ملي ټولنو ته د فیفا د تیرو څلورو کلونو عواید روښانه کړي. خو نوموړي ټینګار وکړ د قطر د ټورنمنټ په اړه چې د بشري حقونو او د خپل محیط له امله نیوکو سره مخ وو، په شک او تردید مخالفت کړی وو.

هغه زیاته کړه:"ماته وویل شول چې مالي ملاتړی به فیفا پریږدي، خلک به خپل تلویزیونونه خاموش کړي، هغوی به د درغلیو له امله نړیوال جام ونه ګوري، هیڅوک به قطر ته د هغه د ژمنې له امله رانشي."

د فیفا مشر د "تجارت د بریا" په ستایلو سره وویل:" که د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه دومره زیاتو خلکو د قطر په نړیوال جام کې دومره دیره پانګونه کړې وي، هغوی ځکه پانګونه کړې چې په فیفا باور لري او په "قطر" باور لري."

اینفانټینو د جمعې د ورځې هغه پریکړه توجه کړه چې قطر د نړیوال جام په اتو لوبغالو کې د "بیرو" په خرڅلاو بندیز ولګاوه.

نوموړي وویل چې د یاد جام د "بیرو" مالي ملاتړي ‌‌‌Budweiser او شریکې کمپنۍ AB InBev یې دا موضوع درک کړې ده.

بډوایزر کمپنۍ یوازې څو اوونۍ مخکې تر ۲۰۲۶ کاله پورې له مالي ملاتړ سره موافقه کړې وه.

XS
SM
MD
LG