په افغانستان کې دې همدا اوس اوربند وشي – کوبیا

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې څانګړي استازي رولند کوبیا په افغانستان کې په پیړني ډول د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کوبیا د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په خپل ټویټر کې لیکلي: "اروپايي ټولنه داسې بهیر چې له مخې یې اوربند وشي، نه غواړي، ځکه چې (داسې اوربند) ښايي په ډېرې اوږدې راتلونکې کې وشي، بلکې همدا اوس د سولې له خبرو سره هم‌مهاله باید اوربند وشي".

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د سولې له بهیر سره هم‌مهاله د اوربند ټینکېدل د افغانانو او نړېوالې ټولنې غوښتنه ده.

ښاغلي کوبیا د خپل ټویټر د پیغام په پای کې "د تاوتریخوالي کمول کافي نه دی" او "همدا اوس اوربند" هشټګونه هم ورکړي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي و چې سولې ته د رسېدو لپاره متحد شي او د اوربند د ټینکېدو لپاره یوه لاره پیدا کړي.

دغه لویدیځ چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې په اوربند ټینګار کوي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې او په افغانستان کې پر ملکي اهدافو باندې وسله‌وال او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.