د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږېدلي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي پرون ماښام سه شنبه اکتوبر ۲۷ (لړم ۶) د سولې وروستیو جزئیاتو باندې سره خبرې کړي دي.

اعلامیه زیاتوي: "دواړو لورو د سولې پروسې پر ورستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو پر ګډې همکارۍ په ځانګړې توګه د سولې خبرو کې د پاکستان رول په اړه خبرې اترې کړي دي."

اعلامیې کې د شاه محمود قریشي له قوله راغلي دي چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی به د بین الافغاني خبرو له لارې ختم شي.

هغه دا هم ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او پر دې ټینګار کړی چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي.

له دې سره جوخت د اسلامي همکاریو سازمان هم یو ځل بیا په افغانستان کې د ملکیانو وژل کېدو په اړه د خواشینۍ څرګندونې تر څنګ د جګړې ښکلېلو خواو غوښتي چې اوربند وکړي او د سولې خبرو د کامیابۍ لپاره ودرومي.

XS
SM
MD
LG