اسرائیلي پوځ وايي، د لبنان په سوېلي ښار خیام کې د یوې کلیسا ترڅنګ یې د حزبالله له خوا جوړ شوی یو تر ځمکې لاندې تونل موندلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په جګړو کې دوه نور اسرائیلي سرتېري هم وژل شوي، او په دې سره په لبنان کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) ویلي، دوی د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د کلیسا ترڅنګ د دغه تونل دروازه او د ځمکې لاندې لاره کشف کړې ده. پوځ زیاتوي، دا ځای لومړی ځل د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پاک شوی و، خو وروسته د اوربند پر مهال حزبالله درې نور تونلونه هم جوړ کړل او دغه ځای یې بیا فعال کړ.
د اسرائیلي پوځ ویاندې، ډګرمن ایلا واویه ویلي:
“د پوځي اهدافو لپاره د ملکي مذهبي ځایونو قصدي کارول د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده.”
د اسرائیل هوايي ځواک ویلي، دوی د حسن محمد بشیر په نوم د حزبالله یو لوړپوړی قومندان د لبنان د حجیر په سیمه کې په برید کې وژلی دی. پوځ وایي، نوموړي په تېرو دوو کلونو کې د اسرائیلي پوځ او ملکي وګړو پر وړاندې سلګونه بریدونه رهبري کړي وو، او هڅه یې کوله چې د لیتاني سیند شمال ته د حزبالله د ټانک ضد ځواکونه پیاوړي کړي.
داسرائیلي دفاعي ځواکونو په وینا، له هغه وخت راهیسې چې جګړه د مارچ په دویمه بیا پیل شوې، اسرائیلي ځواکونو د حزب الله له ۲۰۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي او شاوخوا ۷۰۰ وسلهوال یې وژلي دي، چې ډېری یې د حزبالله د ځانګړې قطعې، «رضوان قوا» غړي وو.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلي بریدونو له امله تر اوسه له ۱۰۹۴ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۱،۲ میلیونه نور بېځایه شوي دي. دغه وزارت د ملکي او جګړهمارو ترمنځ توپیر نه کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (UNICEF) ویلي، په لبنان کې تر ۳۷۰ زرو ډېر ماشومان بېځایه شوي، لږ تر لږه ۱۲۱ ماشومان وژل شوي او ۳۹۹ نور ټپیان دي.
د وژل شویو څلورو اسرائیلي سرتېرو تر څنګ، دوه اسرائیلي ملکي وګړي هم وژل شوي دي یو یې د اسرائیل په شمالي سیمه کې د حزبالله د توغندي په برید کې، او بل یې د لبنان پولې ته نږدې د خپل پوځ په اشتباهي ډزو کې وژل شوی.
حزبالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په اتمه د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومول شوی دی.