اسرائیل د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۸) د حزب الله ترهګرې ډلې په وړاندې خپل برید پراخ کړ او په اتو ساعتونو کې یې په مرکزي بیروت کې څلور ودانۍ په نښه کړي دي.
د اسرائیل پوځ وايي چې په بیروت کې د حزب الله له لوري اداره کیدونکي د «القرض الحسن» پر مالي بنسټونو يې بریدونه کړي او د اسرائیل سمندري ځواکونو په ښار کې د حزب الله فعالین په نښه کړي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د بیروت په مرکزي برخه کې د اسرائیل بریدونو لږترلږه ۱۲ کسان ووژل او ۴۱ نور یې ټپیان کړل. وزارت د ملکي او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي.
اسرائیل اعلان کړی چې د لیطاني سیند په اوږدو کې یې هم پلونه په نښه کړي چې پرېنږدي ترهګره ډله جنګیالي او وسلې سویل لوري ته، چې اسرائیلي ځواکونه په کې عملیات کوي، انتقال کړي.
د باچوره په ولسوالۍ کې د اسرائیل تر یو برید مخکې، اسرائیلي پوځ په ټولنیزو رسنیو کې له سیمې څخه د وتلو خبرداری خپور کړی و او ویلي وو چې د حزب الله په تاسیساتو د برید هوډ لري.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) وویل: "د بریدونو څخه دمخه، د ملکي وګړو د زیان د خطر کمولو لپاره اقدامات شوي وو."
د لبنان پوځ وویل چې د اسرائیل په یو جلا برید کې د نبطیه په جنوبي ښار کې درې لبناني سرتیري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
د اسرائیل پوځ وویل چې د لبناني سرتیرو د ټپي کیدو راپورونو په اړه خبر دي او دا پیښه تر ارزونې لاندې ده، او زیاته کړې يي ده چې "د حزب الله پر وړاندې یې عملیات کړي نه د لبنان د وسله وال ځواک پر وړاندې."
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې د اسرائیل بریدونو له ۹۰۰ څخه ډیر کسان وژلي او له ۱۷۷۴ څخه ډیر یې ټپیان کړي دي. د لبنان چارواکو ویلي چې له یو ملیون څخه ډیر خلک بې ځایه شوي دي. یونیسف ویلي چې لږترلږه ۱۱۱ ماشومان وژل شوي او ۳۳۴ نور ټپیان شوي دي.
په روانه میاشت کې د لبنان په سویل کې د حزب الله سره په جګړه کې دوه اسرائیلي سرتیري وژل شوي دي. د اسرائیل پر وړاندې د حزب الله راکټي بریدونو څو اسرائیلیان لږ ټپیان کړي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۷ د اکتوبر په اتمه نېټه د حزب الله ډله د بهرنیو ترهګرو سازمان په توګه ونوموله.
فورم \ دبحث خونه