په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر وايي، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دغه دفتر د دوشنبې په ورځ، د ډسمبر پر ۲۲مه، په خپلې اېکس پاڼې کې لیکي چې په افغانستان کې د کلونو جګړو او د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله د اوبو سرچینې کمې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر زیاته کړې چې هڅه کوي د لاسي پمپونو او د ژورو څاهګانو په کېندلو سره، په بېلابېلو سیمو کې کورنیو ته د استوګنې ځایونو ته نږدې د خوندي او پاکو اوبو د برابرولو زمینه برابره کړي.
د څښاک پاکو اوبو کمښت په افغانستان کې یوه جدي او مخ پر پراخېدو ستونزه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) هم د نومبر پر ۲۳مه په یوه جلا بیان کې په افغانستان کې د څښاک د اوبو د کمښت او اوږدمهالې وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دغه سازمان ویلي وو، چې دوامداره وچکالي کولای شي ګڼې کورنۍ او میلیونونه ماشومان د څښاک پاکو اوبو له لاسرسي محروم کړي.
یونېسف همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې له هر لسو کسانو څخه اته تنه ککړې اوبه کاروي. دې ادارې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې که د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه وانخیستل شي، نو ښايي د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه وچې شي.
د غیر انتفاعي بڼسټ مرسي کور(Mercy Corps) د وروستي راپور له مخې، په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په تیرو لسو کلونو کې د نفوس د چټک زیاتوالي او د اقلیم د بدلون له امله تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې ده.
د دې بنسټ د راپور موندنې ښيي چې په کابل کې د اوبو نږدې نیمایي څاګانې، چې د ښار د اوسیدونکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه ده، وچې شوې دي او د اوبو ایستل په کال کې د طبیعي نوي کولو ظرفیت څخه څه باندې ۴۴ میلیون متر مکعب ډیر دی.
نړیوالو بنسټونو د اقلیمي بدلون ترڅنګ، د ځمکې لاندې اوبو د نامنظمه او له حده زیاته کارول هم د پاکو اوبو د کمښت له اصلي لاملونو څخه بللي او ټینګار یې کړی، چې د اوبو د سرچینو د خوندي کولو لپاره باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي او په دوامداره توګه مدیریت شي.