اروپایي ټولنه وایي د مهاجرت کړکیچ باید حل شي

له ٢٠١٥ نه تر ٢٠١٦ پورې اروپا ته شاوخوا یو نیم میلیون مهاجر رسیدلي دي

د یو کال راهیسې د مهاجرت د کړکیچ په وجه د اروپایي ټولنې وحدت له گواښ سره مخامخ شوی او اوس غواړي د یو نوي پلان په پلي کولو سره دا مسله حل کړي.

د اروپایي ټولنې مشران غواړي د روان کال تر نیمایي پورې د مهاجرت د کړکیچ په اړه یوې موافقې ته سره ورسیږي.

له ٢٠١٥ نه تر ٢٠١٦ پورې اروپا ته شاوخوا یو نیم میلیون مهاجر رسیدلي دي چې د اروپایي ټولنې د ساحلي هیوادونو یونان او ایټالیا نه تیر شوي او ددې ټولنې بډائه هیوادونو جرمني، اتریش او سویډن ته رسیدلي دي.

دغو هیوادونو د اروپایي ټولنې په نورو غړو غږ کړی چې د یو شمیر مهاجرو په منلو له دوی سره مرسته وکړي. خو پولنډ او هنگري له دې کار ډډه کوي او پر ځای یې د نورو مرستو وړاندیز کوي.

جرمني چې اروپا ته د ورغلو مهاجرو زیات شمیر په همدې هیواد کې دیره شوي، د یوې خوا د مدیترانې بحیرې د حوزې له هیوادونو سره او له بلې خوا د اروپا د ختیځ پولنډ او هنگري سره د مهاجرو د کنترول او مخنیوي پر سر اختلاف لري.

د مدیترانې بحیرې په څنډه د مالتا جزیرې د کوچني هیواد د کورنیو چارو وزیره کامیلو ابیلا وایي په هره سیمه کې باید د مهاجرو د منلو مشخصه کچه معلومه وي. د هغې په وینا "داسې باید نه وي چې د سیمې یو ځانگړی هیواد دې مستثنی کړای شي".

د پولنډ ملتپاله حکومت چې اروپایي ټولنه یې نه خوښیږي په ټینگه د مهاجرو د اجباري ویشلو موضوع سره مخالفت کوي. خو جرمني د یو ځانگړي هیواد د خوښې پر ځای د ټولنې د ټولو غړو رایه مهمه بولي.

یو پولنډی دیپلومات وایي "جرمني باید پوه شي، هر څومره چې دوی فشار راوړي په هماغه اندازه په پولنډ کې د [اروپایي ټولنې] په ضد مقاومت زیاتیږي".

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمایزیر وایي په روانه اونۍ کې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په دې غور وشو چې هر کله یو مهاجر د لومړی ځل لپاره د اروپایي ټولنې یو هیواد ته داخلیږي هماغه هیواد باید د هغه مسله وڅیړي.

د جرمني صدراعظمه په همدې خاطر راتلونکې میاشت وارسا ته ځي چې پولنډي مقامات یوې معاملې ته وهڅوي. خو د پولنډ حکومت د برکسل او برلین له فشارونو څخه په خپل هیواد کې د اروپایي ټولنې او مهاجرت ضد وگړو د ملاتړ د ترلاسه کولو په مقصد کار اخیستی دی.