د لاس رسي وړ اتصالات

ولې باید اروپایي ټولنه افغانان ونه باسي


د ٢٠١٦ کال په اکتوبر کې اروپایي ټولنې په افغان حکومت فشار راوړ چې په زرگونو افغانان بیرته په هیواد کې ومني
د ٢٠١٦ کال په اکتوبر کې اروپایي ټولنې په افغان حکومت فشار راوړ چې په زرگونو افغانان بیرته په هیواد کې ومني

په روانه اونۍ کې جرمني نور ٢٦ افغان مهاجر چې پناه غوښتنه یې رد شوی وه، کابل ته واستول چې دا په تیرو څو میاشتو کې ددې ډول بیرته استونو دوهمه جوپه وه.

د افغانستان په اړه د بشري حقونو لوړپوړې څیړونکې پاتریشیا گوسمن په وینا دغه رد شوي مهاجر په داسې حال کې کابل ته ځي چې دغه ښار هم ویشل شوی او هم ناامن دی.

د بشري حقونو دغه څیړونکې وایي په کابل کې له سفارتونو کانکریټي دیوالونه چاپیر شوي او دیپلوماتان د نورو سفارتونو له همکارانو سره د سکایپ له لارې مجلسونه کوي او د اړتیا په صورت کې د افغان حکومت د وزیرانو لیدنې ته په هلیکوپتر کې ځي.

او د هغې په وینا یو بل کابل هم شته چې څلور میلیونه نفوس لري او هره ورځ په کې چاودنې او ځانمرگي حملې کیږي چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې سبب کیږي. دا یو داسې ښار دی چې په سلگونو زره افغان مهاجر چې پاکستان په زور ایستلي دي دې ښار ته راغلي او همداشان هغه بې ځایه شوي وگړي په کې راټول شوي چې د هیواد په گوټ گوټ کې له شخړو او جگړو تښتیدلي دي.

د میرمن گوسمن په وینا په دې کابل کې اقتصادي فرصتونه کم شوي، مدني ټولنه له ستونزو سره لاس او گریوان ده، ویرې او ډار د هیلو ځای نیولی دی.

د ٢٠١٦ کال په اکتوبر کې اروپایي ټولنې په افغان حکومت فشار راوړ چې په زرگونو افغانان بیرته په هیواد کې ومني. له بلې خوا جرمني د رد شویو افغان مهاجرو د بیرته استولو پروسه چټکه کړې ده چې د بشري حقونو د څیړونکې په وینا پرته له دې چې د کابل د ناامنۍ او د مهاجرو د امنیت فکر وکړي.

په روانه اونۍ کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، په افغانستان کې په قصدي توگه د ملکي وگړو په مرگ ژوبلې سترگې پټې کړې او د افغان مهاجرو وروستنۍ بیرته استونه یې په دې وینا توجیه کړه چې د طالبانو ډله په افغانستان کې "د نړیوالې ټولنې استازي" په نښه کوي، نه د افغانستان وگړي.

دا په داسې حال کې دي چې د ملگرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د شمیرو له مخې طالبانو او نورو یاغي ډلو په ٢٠١٦ کې پر ملکي مظاهره کوونکو، ښوونځیو، دیني مدرسو او رسنیو باندې مرگوني حملې کړي چې د ٢٠٠١ کال راهیسې بیساری دي.

بشري حقونه وایي د ټولو ژمنو او میلیاردونو لگښتونو سره سره افغانستان یو بریالی "داستان" نه دی او دغه هیواد د یو بشري کړکیچ په درشل کې دی.

دوی وایي چې جرمني او د اروپایي اتحادیې نور هیوادونه باید د هغو افغانانو د بیرته استولو پروسه ودروي چې پناه غوښتنه یې رد شوی ده، تر څو څرگنده شي چې افغان حکومت د هغو مهاجرو له څپو سره څه چلند کوي چې له پاکستان نه هیواد ته ستانه شوي.

د بشري حقونو څیړونکې پاتریشیا گوسمن وایي د افغانستان کړکیچن وضیعت ته د هغو افغان مهاجرو بیرته استونه چې له ځان تیر شوي، نه یواځې له انسانیت لرې خبره ده، بلکه ښایي دغه اقدام په هغه هیواد کې د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب شي.

XS
SM
MD
LG