د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د مرکل د مهاجرت تګلاره "له مصیبت ډکه تیروتنه " وه


د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، ډانلډ ټرمپ د پناه غوښتونکو پر وړاندې د المان پر سیاست نیوکه کړې ده.

ټرمپ د جرمني له "بیلد" ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي چې صدراعظمې انګلا مرکل د کډوالو په اړه خپلې تګلارې کې "مصیبت ډکه تیروتنه" کړېده.

ټرمپ د خپلې مرکې په یوه برخه کې ویلي: "زه فکر کوم چې هغه[ مرکل] له مصیبت ډکه تیروتنه وکړه غیرقانوني کډوالو ته چې له هر ځای څخه راغلي وو، پناه ورکړه."

د انګلا مرکل د خلاصو دروازو د سیاست پر بنسټ او له هغه شعار سره یې چې د کډوالۍ پر بحران لاسبری مومي، زرګونه کډوال چې ډیری یې د افغانستان، سوریې او عراق هېوادونو اوسیدونکي و، جرمني ته راغلل.

دغه امریکايي سیاستوال تینګار کړی چې د میرمن مرکل احترام کوي خو وایې چې درناوی به یې د ډیرې مودې لپاره دوام و نه مومي.

له بلې خوا د منتخب جمهور رئیس څرگندونې چې ناتو یې "له کار لویدلې" ټولنه گڼلې د اروپایي ټولنې د مشرانو له ډول ډول غبرگونونو سره مخامخ شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر والتر شتاین مایر د ښاغلي ټرمپ ددې خبرې په غبرگون کې چې د ناتو غړي هیوادونه ددې سازمان د لگښت برابره ونډه نه ورکوي، ویلي دي چې د منتخب جمهور رئیس دا څرگندونې د "حیرانتیا سبب شوي دي".

د جرمني دصدراعظمې انگلیلا مرکل په برلین کې ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ دریځ پوره معلوم دی او "زه فکر کوم چې مونږ اروپایان خپل سرنوښت په پخل لاس کې لرو".

آغلې مرکل زیاتوي چې هغه غواړي تر هغې صبر وکړي چې ښاغلی ټرمپ د چارو واگې ترلاسه کړي نو بیا به "مونږ طبعاً له هغه سره په ټولو کچو کار وکړو".

ټرمپ په پام کې ده چې د متحدو ایالتونو د پنځه څلویښتم جمهور رئیس په توګه د روان کال د جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه د لوړي مراسم پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG