غزنې کې پنځه ولسي وګړي په چاودنو کې وژل شوي

آرشیف

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودېدو له امله درې کوچیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزنې د والي ویاند وحیدالله جمعه امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه د دغه ولایت ده‌یک ولسوالۍ په شاه ګل کلي رامنځ ته شوې ده.

د هغه پر وینا ټپیان د غزني ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي جمعه دغه راز وویل چې د غزني ښار په قلعه جاده سیمه کې په یوې جلا پېښه کې دوه تنه نور د هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله وژل شوي دي.

په عین حال کې د غزني د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې ویلي چې تیره شپه د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې اوه وسله‌وال طالبان وژل شوي، شپږ تنه ټپیان شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د سعادت په نوم د طالبانو یو سیمه‌ییز قوماندان هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.