په امریکا کې د کروناویروس ضد درېیم واکسین منظور شو 

د جانسن اینډ جانسن د شرکت د کروناویروس ضد واکسین

د امریکا د متحده یالاتو د درملو او غذا ادارې په رسمي بڼه د «جانسن اینډ جانسن»د شرکت د کروناویروس ضد واکسین منظور کړ.

ددې واکسین د تطبیق بهیر سر له سبا مارچ لومړۍ نیټې (کب ۱۱) څخه پیل کیږي.

د یوې څیړنې له مخې ددې شرکت واکسین د کروناویروس په وجه د ټولو ناروغیو په وړاندې په سلو کې ۸۵ فیصده اغیزناک دی.

دغه واکسین حتی د کروناویروس د نوې بڼې په وړاندې هم چې په جنوبي افریقا کې پیدا شوې ده ګټور دی.

د «جانسن اینډ جانسن» د شرکت د کروناویروس ضد واکسین یواځې په یو ډوز کې تطبیق کیږي، پداسې حال کې چې نور واکسینونه باید دوه ډوزه وشي.

د «فایرز-بیوانتک» او «مودرنا» شرکتونو د کروناویروس ضد واکسین وروسته دا درېیم واکسین دی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د تطبیق کولو اجازه ترلاسه کوي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د نن یکشنبې تر سهاره څه دپاسه ۲۸.۵ میلیونه کسان په امریکا کې په کروناویروس اخته شوي او ۵۱۲ زره کسان له دې وجې مړه شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ددغه واکسین منظوریدل امریکایانو ته یو هڅونکی خبر وګاڼه، خو له خلکو څخه یې وغوښتل چې روغتیایي لارښونې په پام کې ونیسي.

هغه وویل چې د کروناویروس پر ضد مبارزه دوام لري او پدې خاطر باید فزیکي واټن مراعت شي او د ماسک تړلو ته باید دوام ورکړل شي.

د «جانسن اینډ جانسن» شرکت ویلي چې تمه لري د مارچ د میاشتې تر پایه ۲۰ میلیون ډوزه او تر دوبي پورې ۱۰۰ میلیون دوزه واکسین د امریکا متحده ایالاتو ته وسپاري.

د اسوشیتدپرس اژانس په وینا دغه شرکت هڅه کوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان او په اروپا کې د واکسین د تطبیق کولو جواز هم ترلاسه کړي.