د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې د کروناویروس ضد دویم واکسین تائید کړ


د اروپایي اتحادیې د درملو د تنظیم ادارې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷) د مدرنا شرکت لخوا جوړ شوي د کروناویروس ضد واکسین بیړني تطبیق ته اجازه ورکړه.

ددغې ادارې له خوا د دویم واکسین تصویبولو د کروناویروس په وړاندې بریا لپاره د اروپایانو هیله زیاته کړې چې د تیر کال د دسمبر څخه تر اوسه په نړۍ کې څه دپاسه ۸۵میلیون کسان پدې ویروس اخته شوي او ۱.۹میلیون کسان یې له کبله مړه شوي دي.

دغه واکسین چې د ۱۸کالو پورته عمر لرونکو د استفادې لپاره تائید شوی، لا هم د اروپایي کمیسیون تائید ته اړتیا لري، خو تمه ده چې د اروپایي اتحادیې اجرایي رئیس یې ژر تر ژره تائید کړي.

د اروپایي اتحادیې د درملو د تنظیم د ادارې رئیس ایمر کوک، وویل: "دغه واکسین پر موجودو بیړنیو حالاتو باندې د بریا لپاره مونږ ته یو بل امکان راکوي."

دا پداسې حال کې دي چې د اروپایي اتحادیې د درملو د تنظیم ادارې لس ورځې مخکې د امریکایي فایزر شرکت او د جرمني بیوان تک شرکت له خوا په ګډه تولید شوی کروناویروس ضد واکسین منظور کړ.

د اروپایي ټولنې په غړو هیوادونو کې د فایزر او بیوان تک شرکتونو د کروناویروس ضد واکسین د دسمبر په ۲۷ (مرغومي اوومه) پیل شو او تر اوسه په سلګونو زره اروپایانو دغه واکسین ترلاسه کړی دی.

د اروپایي هیوادونو مقامات په ځانګړې توګه په جرمني او فرانسه کې د واکسیناسیون د بهیر د ورو والي څخه شکایت لري.

په بریتانیا او جنوبي افریقا کې د کروناویروس د دوو نویو بڼو په پیژندنې سره ددې ناروغۍ شمیرو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

بریتانیا د دسمبر په اتمه او د امریکا متحده ایالاتو د دسمبر په ۱۴د کروناویروس ضد واکسین تطبیق پیل کړی دی. خو اروپایي اتحادیې ددې لپاره چې ټول غړي هیوادونه په یو ډول واکسین ته لاسرسی ولري په یو څه ځنډ سره یې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول پیل کړل.

اروپایي ټولنه شاوخوا ۴۵۰میلیون نفوس لري او د مختلفو شرکتونو سره یې د دوه میلیارد دوز واکسین د اخیستلو تړونونه لاس لیک کړي دي. ددغې وچې هیوادونو هدف ټاکلی چې په ۲۰۲۱کال کې خپل ټول اتباع واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG