کندهار کې په یو برید کې څلور سیمه ییز پولیس وژلي

عکس (ارشیف)

چارواکي وايي‌په کندهار کې یوه نفوذي سیمه ییز پوليس پر خپلو همکارانو برید کړی او څلور پوليس يې وژلي او يوتن يې ټپي کړی دی.

پېښه نن یکشنبه «کب۲۵مه» سهار وختي د کندهار په لوېدیځ ژړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي امریکا غږ ته وويل چې په وژل شوو کسانو کې د ژړۍ ولسوالۍ د چارښاخې د سیمې د سیمه ییزو پوليسو د پوستې قومندان هم شامل دی.

هغه وويل: "یوه سیمه ییز پوليس چې د وسله والو طالبانو نفوذي کس و په خپلو همکارانو برید کړی او څلور تنه يې وژلي یو شمېر وسلې يې هم له ځان سره وړي. اوس د امنیتي کسانو لخوا د برید کوونکي د نیول کیدو هڅي پيل شوي."

د کندهار د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په یاد برید کې ټول ۷ سیمه ييز پوليس وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

امنیتي مقامات وايي برید کوونکی پوليس تر برید وروسته له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم د ژړۍ ولسوالۍ په مېرهزار سیمه کې د سیمه ییزو پوليسو د پوستې څلور سرتیري له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي وو.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.