د اوکراین چارواکي وايي، پلازمېه کیف ته څېرمه د بوریسپیل ښار باندي د روسیې د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د کیف والي تیمور تکاچینکو د سېشنبې په ورځ، د سپتمبر په لومړۍ نېټه، وویل چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د ژغورنې ډلې د یوه زیانمن شوي پنځهپوړیزې ودانۍ څخه ۴۸ اوسېدونکي ایستلي او دوه کسان یې له کنډوالو څخه ژوندي را ایستلي دي. چارواکي وايي، د بریدونو له امله بل شوی اور یې هم مړ کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي د سېشنبې په ورځ، چې ماشومان په ټول هېواد کې نوی تعلیمي کال پیلوي، پر روسیې سختې نیوکې وکړې.
زیلنسکي په کیف کې په یوه ښوونځي کې، چې د ده په وینا روسیې ځواکونو په ۲۰۲۲ کال کې ویجاړ کړی و او اوس رغول شوی، وویل چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ هم د هوايي برید خبرداری ورکړل شوی و.
هغه وویل، د روسیې د بریدونو له هڅو سره سره د اوکراین د ماشومانو بېرته ښوونځیو ته ستنېدل مهم دي او له ښوونکو او والدینو یې مننه وکړه چې د ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره هڅې کوي.
بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی چې که په بالتیک سیمه کې د روسیې پر ضد پارونکي اقدامات زیات شي، مسکو به «ویجاړونکی» ځواب ورکړي.
زاخارووا د سېشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د بالتیک په سیمه کې د پوځي او سیاسي وضعیت د لا خرابېدو په صورت کې به د هغې په وینا د « روسیې پر ضد د بېپروا اقداماتو» د هڅوونکو پر وړاندې د روسیې غبرګون پرېکنده وي.