د لاس رسي وړ اتصالات

زېلېنسکي: اوکراین د ولسمشر ټرمپ له استازو سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، کیف د ولسمشر ټرمپ له استازو سره د نویو خبرو لپاره چمتووالی نیسي؛ دا په داسې حال کې ده چې د روسیې پراخو بې‌پیلوټه بریدونو د دوشنبې په ورځ ( اګست ۳۱مه) د پنځمې پرله‌پسې ورځې لپاره د اوکراین پر پلازمېنې کیف او شاوخوا سیمو دوام وکړ.

زېلېنسکي د یکشنبې په شپه، د اګست په ۳۰مه، په خپله ماښامنۍ وینا کې وویل چې د امریکا له ولسمشر سره د نویو تماسونو په اړه به نور جزیات د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

هغه وویل: «موږ هر هغه څه کوو چې ممکن وي، څو جګړه د راتلونکو تحولاتو لپاره یوازینی انتخاب پاتې نه شي.»

د اوکراین ولسمشر همداراز وویل چې امریکا په ډېرو مواردو کې، د جګړې د جبهې د وضعیت او د روسیې د بریدونو په ګډون، له اوکراین سره هم نظره ده.

زېلېنسکي د خپلو خبرو په بله برخه کې روسیه تورنه کړه چې د پرله‌پسې بې‌پیلوټه بریدونو له لارې هڅه کوي اوکراین او د دغه هېواد خلک ستړي او کمزوري کړي.

د هغه په وینا، روسیې یوازې په څلورو ورځو کې پر اوکراین نږدې ۱۵۰۰ ډرون الوتکې توغولي چې شاوخوا ۸۰۰ یې د ایران له خوا جوړې شوې «شاهد» ډرون الوتکې وې.

زېلېنسکي وویل، د «شاهد» ډرونونو نسکورول ستونزمن دي او اوس مهال د دغو بریدونو پر وړاندې د مبارزې ډېره برخه د اوکراین هوايي ځواک پر غاړه لري. هغه زیاته کړه چې کیف د اړتیا وړ دفاعي او شنډولو سیسټمونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او څلورو شرکتونو د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره د ډرون ضد بې‌پیلوټه الوتکې جوړې کړې دي.

پر کیف د بریدونو دوام

په همدې حال کې، د اوکراین پر پلازمېنې کیف او شاوخوا سیمو د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه د دوشنبې په ورځ د پنځمې پرله‌پسې ورځې لپاره هم دوام وکړ. د هوايي بریدونو نږدې پرله‌پسې خبرداریو د میلیونونو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.

اوکرایني چارواکو وویل چې د دوشنبې په لومړنیو بریدونو کې د کیف په سیمه کې څلور کسان ټپیان شوي او د استوګنې یوه ودانۍ، ګودامونه او یو سوداګریز مرکز زیانمن شوي دي.

د جمعې په ورځ د روسیې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د مهماتو پر یوه ګودام پراخې چاودنې وشوې. د رویټرز د راپور له مخې، په دغو چاودنو کې ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د روسیې بریدونه د اوکراین پر نورو سیمو هم دوام لري. چارواکي وايي، د اوکراین په اودیسا سیمه کې یوه برید د خصوصي پوستې شرکت «نوا پوستا» په یوه ترمینل کې د اورلګېدنې سبب شو. همداراز، د کریفي ریه ښار کې د صنعتي تاسیساتو پر یوې ودانۍ د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان ټپیان شول.

پرله‌پسې بریدونو په کیف کې تګ راتګ هم ګډوډ کړی دی. د دوشنبې په ورځ د هوايي بریدونو د خبرداریو پر مهال د دنیپرو سیند له پاسه د مترو د اورګاډو تګ راتګ ودرول شو او ګڼ شمېر مسافر د خدماتو د بېرته پیلېدو لپاره په تمځایونو کې انتظار ته اړ شول.

روسیې د روان اوړي په موسم کې پر اوکراین خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي. په وروستیو اوونیو کې دواړو هېوادونو د یو بل پر اقتصادي او لوژستیکي زیربناوو هم خپل بریدونه زیات کړي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG