په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان وايي، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې دښمن ته ماتې ورکړې ده.
سکاټ میلر تېره شپه د اکتوبر پر ۱۳مه «تلې۲۱مه» په ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې ویلي، چې افغان سرتېرو په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو کلیدي غړي وژلي او ګڼ شمېر سیمې یې ورڅخه نیولي دي.
د ارګ د اعلامیې لهمخې دغه امریکايي جنرال د امنیتي بنسټونو د ارزونې راپور له ولسمشر غني سره شریک کړ.
هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې د افغان سرتېرو په پوځي همغږۍ او وړتیا کې هم ښه والی راغلی دی.
د ارګ د بیان لهمخې ولسمشر غني هم ویلي، چې د افغان سرتېرو ترمنځ همغږي د پوځي عملیاتو پرمهال د پرمختګ لامل شوې ده.
ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړې، چې افغان سرتېرې له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پر ګډې همکارۍ او ملاتړ ټینګار کړی دی.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت هم وايي، چې دا مهال د وسله والو د ځپلو په هدف په ۱۳ ولایتونو کې پوځي عملیات جریان لري.
دفاع وزارت نن دوشنبه ویلي، چې د یادو عملیاتو په لړ کې د تخار ولایت درقد ولسوالي یې هم بېرته له طالبانو څخه نیولې ده.
د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې د یادو عملیاتو پرمهال ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې د تخار درقد ولسوالي نیولې وه.