غني: د افغانستان خاوره به د هیچا په ضد ونه کارول شي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهوري ریاست وایي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په احتمال اندیښمن دی.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي هیله لري چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

اعلامیه زیاتوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو، سره په تیلیفوني خبرو کې ټینگار کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اساس په هیڅ حالت کې د هیڅ یو بهرني هیواد پر ضد د افغانستان د خاورې نشي کاریدلی.

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي : "د سردار سلیماني او د هغه سره د مل کسانو مړینه" باندې متاسف دی او د سلیماني کورنۍ، حکومت او د ایران خلکو ته یې تسلیت ویلي دی.

ښاغلي عبدالله لیکلي چې ایران تل د افغانانو تر څنگ ولاړ دی او د افغانستان ملاتړ یې کړی دی او د امریکا هم د افغانستان ستراتیژیک متحد دی چې د نژدې دوو لسیزو راهیسې د ترهگرۍ سره په مبارزه، د ثبات په ټینگیدو، حکومتدارۍ او بیارغونه کې یې د افغانانو سره مرسته کړې ده.

عبدالله عبدالله لیکلي: "افغانستان د ترهگرۍ او خشونت د یو قرباني په حیث په سیمه ییزه او بین المللي اړیکو کې د تاوتریخوالي نه د ډډې کولو غوښتونکی دی او هیله من دی چې وروستۍ پیښې په افغانستان کې زمونږ د هیواد د دوستانو او متحدانو په وضعیبت باندې اثر ونکړي".

له بله پلوه د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د قاسم سلیماني وژنه محکومه کړې ده.

د حامد کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې یې د امریکا دغه اقدام "د بین المللي اوصولو او موازینو، د سیمې د ثبت او سولې خلاف" بلی دی.

ښاغلي کرزي د ایران د دولت او ولس سره د خواخوږۍ په ترڅ کې قاسم سلیماني "با وقاره او په افغانستان د سولې او ثبات غوښتونکی شخصیت" گڼلی دی.