په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې استعفی وکړه

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د خپلې دندې نه استعفی کړیده.

نیکي هیلي چې د ولسمشر ټرمپ د ادارې یوه مهمه غړې گڼل کیږي، نن د سه شنبې په ورځ ( اکتوبر ٩) یې د خپلې دندې نه استعفې کړیده.

تروسه پورې د اغلې هیلي د استعفی علت نه دی څرگند شوی خو داسې رپورټونه خپاره شویدي چې هغې څو ورځې مخکې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ سره ملاقات کړی و او پدې اړه یې ورسره خبرې شویدي.

نیکي هیلي د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په وخت کې په هغه اکثر نیوکې کولې. د نیکي هیلي ملگرو ملتونو ته د سفیرې په توگه ټاکل کیده یو مثبت اقدام گڼل شوې و.

اغلې هیلي په ١٧ جنورۍ، ٢٠١٧ کال کې په دغه دندې کار پیل کړی و.

نیکي هیلي څو ځله په ملگرو ملتونو دا تور لگولی و چې د اسرایلو او امریکا خلاف تعصب لري. هغې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا غړیتوب هم ختم کړ.

نیکي هیلي د دې نه مخکې د جنوبي کیرولاینا د ایالت د والۍ په توگه دنده ترسره کړې.