د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د اهواز د بریدگرو ویدیو خپره کړه


د ایران د اهواز د برید دمخه او وروسته د بریدگرو تصویرونه
د ایران د اهواز د برید دمخه او وروسته د بریدگرو تصویرونه

پداسې حال کې چې ایراني دولتي رسنۍ د ایران د خوزستان ولایت د اهواز په ښار کې په پوځي رسم گذشت باندې د برید پړه د الاهوازیه په نامه په جلاغوښتونکې ډلې اچوي، د اسلامي دولت یا داعش اړوند خبري پاڼې ددې ډلې د دریو جنگیاليو ویدیو خپره کړې چې د داعش په ادعا د اهواز برید یې کړی دی.

دغه ویدیو چې د اعماق په نامه د اسلامي دولت پورې مربوط ویبپاڼه کې خپره شوې په کې درې تنه په پوځي یونیفورم کې په یو موټر کې سپاره لیدل کیږي چې دوه تنه یې په عربي او یو تن یې په فارسي ژبه خبرې کوي.

پدغه ویدیو کې د اهواز برید ته مشخصه اشاره نه کیږي، خو یو تن یې په سپاه پاسداران باندې د برید خبر ورکوي. له بلې خوا ددغو کسانو نه هیڅ یو یې د داعش په ډله کې د خپل غړیتوب په هکله څه نه وایي.

له دې سربیره د هغو کسانو تصویرونه چې پدې ویدیو کې لیدل کیږي د هغو تصویرونو سره چې د ایران سپاه پاسداران د اهواز د حملې وروسته د بریدگرو د جسدونو په اړه خپره کړې، زیات ورته والی لري.

د اهواز د برید مسؤلیت چې ٢٥ تنه په کې ووژل شول او ٧٠ تنه ټپیان شول د ایران د اسلامي جمهوریت دوه مخالفو ډلو په غاړه اخیستی دی چې یوه یې الاهوازیه او بله یې د اسلامي دولت یا داعش ډله ده.

له بلې خوا پداسې حال کې چې تر اوسه د بریدگرو هویت پوره ندی څرگند شوی د ایران مذهبي مشر آیت الله علی خامنه یي او د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د حملې پړه د امریکا په متحده ایالاتو او د هغې په سیمه ییزو متحدینو اچولې ده.

د ملگرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازې نیکي هیلي د سي ان ان خبري شبکې سره په خبرو کې د حسن روحاني څرگندونې "لفاظي" وگڼله او هغه یې رد کړې. هغې وویل چې د اسلامي جمهوریت مشران باید تر ډیره د خپل هیواد داخلي حالاتو ته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG