کرکټ؛ حشمت شهیدي له کپتانۍ استعفا وکړه او رحمت شاه یې په ځای وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې کپتان حشمت الله شهیدي د ټست او یو ورځنیو نړیوالو لوبو له کپتانۍ څخه استعفا وکړه او کرکټ بورډ یې په ځای رحمت شاه نوی کپتان وټاکه.

ښاغلي شهیدي تېره ورځ (جولای۲۱) په خپل رسمي فیسبوک حساب کې د خپلې استعفا اعلان وکړ.

هغه د خپل استعفا لیک په یوې برخې کې لیکلي دي: «نن زه بشپړ درناوي او رضایت سره اعلان کوم چې د خپلې شخصي پرېکړې له مخې د خپلې لوبډلې د کپتانۍ له دندې استعفا وړاندې کوم.»

شهیدي له شاوخوا پنځو کلونو راهېسې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ټست او یو ورځنیو سیالیو کپتان و.

افغانستان د ده په کپتانۍ کې په ۵۵ یو ورځنیو لوبو کې ۲۷ ګټلې دي او د کپتان په توګه یې وروستۍ لوبې تېره میاشت له هند سره وې چې هم یې درې یوه ورځنۍ او هم یې یوه تست لوبه وبایلله.

د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه (جولاۍ۲۲) اعلان وکړ چې رحمت شاه یې د حشمت شهیدي په ځای کپتان ټاکلی دی.

د بورډ په اعلامیې کې راغلي دي: « فغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د یادو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه وټاکه؛ په داسې حال کې چې د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.»

رحمان الله ګربز د رحمت شاه مرستیال ټاکل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې بله میاشت افغانستان ایرلنډ ته ځي او له کوربه هېواد سره د یوې ورځنیو لوبو لړۍ پيلوي.