د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ د جنازې په مراسمو کې چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې تر سره شول، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو او د کرکټ بورډ چارواکو تر څنګ، د هغه زرګونه مینه وال راټول شوي و څو هغه ته د درناوي وروستي مراتب پر ځای کړي.
شاپور ځدراڼ د هغو مخکښو لوبغاړو له ډلې څخه و چې د افغانستان کرکټ یې نړیوال ډګر ته ورساوه او پدې بهیر کې یې مهم رول لوبولی و.
ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ، د خپلې نهه دېرشمې کلیزې نه یوه ورځ وړاندې، د هند د نوي ډیلي ښار ته نږدې په یوه روغتون کې وفات شو.
نوموړی له څو میاشتو راهیسې د معافیت سیستم د یوې خورا نادرې ناروغۍ له کبله تر درملنې لاندې و.
شاپور ځدراڼ د خپل چپ لاس چټک توپ اچونې او له جذبې ډکو لوبو له امله ځانکړی شهرت درلود.
هغه د افغانستان د کرکټ په تاریخي پرمختګ کې مهم رول ولوباوه او د هغې لوبډلې غړی و چې افغانستان یې په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوال جام ته ورساوه.
نوموړي د لوبې دننه او بهر د درناوي وړ شخصیت درلود. د جنازې په مراسمو کې د هغه یوه مینه وال او سوداګر وحیدالله وحدت شاپور ځدراڼ نه یوازې د یوه لوبغاړي، بلکې د یوه ښه انسان په توګه یاد کړ.
هغه فرانس پرېس اژانس ته وویل، "ما د هغه شخصیت ډېر خوښېده. هغه یو متواضع او رښتینی انسان و." د ډېرو افغانانو لپاره د شاپور ځدراڼ میراث یوازې د کرکټ تر ډګر محدود نه دی، بلکې هغه د هېواد د سختو کلونو پر مهال د هیلې، یووالي او ملي ویاړ نښه هم ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه