د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر د پنجشنبې په ورځ (مارچ پنځمه) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران د رژیم ناسمه محاسبه دا ده چې امریکایي ځواکونه ونه شي کولای د دغه رژیم په ضد جګړه روانه وساتي.
هګسیت وویل: «ایران هیله لري چې موږ ونه شو کولای دا جګړه تحمل کړو، دا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یوه بده محاسباتي تېروتنه ده. وګورئ، دلته په امریکایي هوډ کې هېڅ کمی نه لیدل کېږي... په مهماتو کې هېڅ کمی نه لرو. زموږ دفاعي او تهاجمي وسلې موږ ته دا امکان برابروي چې د اړتیا تر وخت پورې دا روانه وساتو. موږ تازه مبارزه پیل کړې او په قاطعانه ډول مبارزه کوو.»
د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) مشر برد کوپر له ښاغلي هګسیت سره په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د حماسي غضب د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل. دوی دواړو د فلورېډا په ایالت کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.
برد کوپر وویل چې د امریکايي جنګي الوتکو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په ایران کې دننه تقریبآ ۲۰۰ بریدونه کړي دي. هغه وویل چې د امریکا بي-۲ الوتکو د ایران د میزایل توغوونکو مرکزونو باندې، چې د ځمکې لاندې دي، لسګونه ۲۰۰۰ پونډه بمونه غورځولي او دا دستګاوې یې ړنګې کړي دي.
د سنټکام قومندان وویل: «د متحدو ایالتونو جنګي ځواک په زیاتېدو دی. د ایران د جنګي ځواک د کمزورتیا سره، زموږ هوايي سلطه موږ ته دا امکان برابروي، چې برلاس او قوي ځواک سره د ایران د ثقل مرکز وولو... د عملیاتو د لومړۍ ورځې په نسبت، د ایران د بالستیکي میزایلو بریدونه ۹۰ په سلو کې او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې ۸۳ فیصده کم شوي دي.»
نوموړي همدغه راز وویل چې د ایران په سمندري ځواکونو باندې یې هم بریدونه زیات شوي: «د ایران په سمندري ځواک باندې زموږ بریدونه زیات شوي... د ایرن تر ۳۰ ډېرې کښتۍ مو غرقې کړې دي او په تېرو څو ساعتونو کې مو د ایران یوه الوتکې وړونکې بېړۍ هم په نښه کړه، چې د دویمې نړیوالې جکړې د الوتکې وړونکو کښتیو په اندازه غټه وه.»
ایران د متحدو ایالتونو او اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې د سیمې په هېوادونو کې د امریکا هدفونه په نښه کړل.
هګسیت په دې اړه وویل: «هغه څه چې ایران یې په متحدو هېوادونو باندې په بریدونو سره کوي، هغه هېوادونه چې غوښتل یې له دې وضعیت څخه لېرې پاتې شي، په حقیقت کې دوی د امریکا مدار ته سوق کوي. اوس متحده عربي امارات، قطر، بحرین، سعودي عربستان او کویټ او نور [امریکا ته] وايي، موږ له تاسو سره یو. موږ به له تاسو سره ډزې وکړو، موږ به له تاسو سره الوتنه وکړو، موږ به له تاسو سره دفاع وکړو او موږ به تاسو ته نورې اډې درکړو.»
د متحدو ایالتونو په بریدونو کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي او لسګونه نور مشران یې ووژل شول.
ولسمشر ټرمپ له امریکايي رسنۍ سره په مرکې کې ویلي دي چې د علي خامنه يي د ځای ناستې په توګه د هغه د زوی انتصاب ورته د منلو نه دی.