هند له افغانستان څخه دویمه شل اوریزه لوبه هم وګټله

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې ته په دویمې شل اوریزې لوبې کې هم ماتې ورکړه او په دې ترتیب یې د دریو لوبو لړۍ هم وګټله.

په نوي ډهلي کې د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۱۵مه) هند د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو کولو بلنه ورکړه.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې هند ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

تر ټولو ډېرې ۳۷ منډې کپتان ابراهیم ځدراڼ وکړې او ورپسې راشد خان ۲۸ منډې وکړې.

هند دا هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۵م اوور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د هند سر لوبغاړي سنجو سمسن پنځوسیزه وکړه او د خپلې لوبډلې د بري مزل یې لنډ کړ.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان د هند درې لوبغاړي وسوځول.

هند د دغې لړۍ لومړۍ لوبه هم ګټلې وه او درېیمه لوبه یې د پنجشنبې په ورځ ده.