امریکا: روسي چارواکو په ایران کې د بې پیلوټه الوتکو روزنې ترلاسه کړې

د ایران بي پیلوټه الوتکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روسیې یو شمېر چارواکي له څو اوونیو راهېسې په ایران کې په روزنې او زده کړو بوخت دي چې څنګه بې پیلوټه الوتکې وکاروي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویدانت پتیل د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمری۲۰) وویل چې دا روزنه د مسکو او ایران ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د انتقال د تړون یوه برخه ده.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي چې واشنګټن باور لري روسي مقامات په دې وروستیو کې د بې پیلوټه الوتکو د ارزولو لپاره ایران ته تللي وو.

ښاغلي سولیوان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې یو روسي پلاوي د ایران په یو هوايي ډګر کې د بې پیلوټه الوتکو یو نندارتون کې برخه اخیستې وه.

هغه ویلي دي: «زموږ د معلوماتو په اساس، دا لومړی ځل دی چې د روسي یو ارزونکي پلاوی په داسې یو هوايي میدان کې د بې پیلوټه الوتکو نندارې ته ځي.»

د امریکا د ملي امنیت شورا دا خبره هم کړې ده چې د جولاۍ په پنځمه نېټه یو لړ تجهیزات هم د روسیې مقاماتو د نندارې لپاره برابر شوي وو.

سپینې ماڼۍ تېره میاشت وویل چې د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس روسیې له ایران څخه د جنګي ډرون په ګډون سلګونه بې پیلوټه الوتکې غوښتي چې د اوکراین په جګړې کې ترې کار واخلي.

ایراني مقاماتو په تېر وخت کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي وو. دا په داسې حال کې ده چې روسیې تېره اوونۍ د ایران یوه سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای په ځای کړه. دغه کار یو لړ اندېښنې پارولې دي چې ممکن روسیه له دغې سپوږمکۍ څخه د اوکراین په جګړې کې ناوړه ګټه واخلي.

ایران لا تر دې دمه په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی او هڅه یې کړې چې د روسیې له لوري د سپوږمکۍ څخه د ممکنه ګټې اخیستلو په اړه پیدا شوې اندېښنې رد کړې.

تر دې مخکې واشنګټن پوست د لویدیځ د استخباراتي سرچېنو په حواله راپور ورکړی و چې روسیه غواړي‌ څو میاشتې او یا تر هغه د زیات وخت لپاره د ایران له دغې سپوږمکۍ څخه د اوکراین په جګړې کې کار واخلي.

د ایران فضايي ادارې د دغې سپوږمکۍ له توغول کېدو څو شېبې وروسته د تلي متریک معلومات خپاره کړل چې وښيي ایران په دغې سپوږمکۍ کنترول لري نه روسیه.