د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: ایران سره مو د اتومي تړون د بیا احیا کولو نهايي متن وسپاره 


د ایران اتومي مذاکرات
د ایران اتومي مذاکرات

د اروپايي ټولنې یو چارواکي ویلي دي چې له ایران سره یې د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره «نهايي متن» سپارلی چې هدف یې د ایران د اتومي اهدافو محدود کول دي.

دغه چارواکي، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، د دوشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری ۱۵) خبریالانو ته وویل: «موږ څلور ورځې په دې متن کار وکړ او اوس دا متن د [خبرو] په میز باندې پروت دی. مذاکرات ختم شول او دا نهايي متن دی... او په دې باندې بیا خبرې نشي کېدای.»

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره په ویانا کې له څو میاشتو راهېسې خبرې روانې وې چې د نړۍ زبر ځواکونه بریتانیا، چین، فرانسه،‌ جرمني، روسیه او ایران په کې په مستقیم ډول او امریکا په غیر مستقیم ډول دخیل وو.

د فرانسې خبري اژانس د اروپايی ټولنې د دغه مقام له خولې ویلي دي چې «په ویانا کې هېڅ څوک نه پاتې کېږي» او دا اوس په ایران پورې اړه لري چې څه پرېکړه کوي.

د راپور په اساس ایران ویلي دي‌ چې دا متن ارزوي. د ایران دولتي اژانس ایرنا د یو مقام له خولې،‌ چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، ویلي دي: «دا نظریات چې څنګه موږ ته را ورسېدل، موږ خپل ابتدايي غبرګون او ملاحظات انتقال کړل... خو په طبیعي ډول دا ډول مواد هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لري او موږ به خپل نور نظریات او ملاحظات وړاندې کړو.»

په همدې حال کې والسټریټ ژورنال راپور ورکړی دی چې ممکن ژر د تړون متن نهايي شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور ته په اشارې ویلي دي‌ چې په ځینو مهمو موضوعګانو باندې بحثونه لا په خپل حال پاتې دي.

امریکا، د نړۍ زبر ځواکونو او ایران په ۲۰۱۵ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې ایران خپل اتومي پروګرامونه محدودوي او هستوي مواد نه غني کوي او په بدل کې به یې په ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په دې تړون کې ډېرې خلاوې شته چې ایران ته یې ګټه ډېره رسېږي. له دغه اقدام وروسته ایران هم اعلان وکړ چې د تړون پلې کولو ته ژمن نه دی او خپل اتومي پروګرامونه مخې ته وړي.

XS
SM
MD
LG