د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، افغانستان او روسیه د انسانانو د قاچاق او اجباري کار د هیوادونو په لست کې راوستل


د امریکا متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) روسیه د هغو هیوادونو په لست کې راوستله چې د انسانانو قاچاق، اجباري کار او ماشومان پکې د عساکرو په توګه ګمارل کیږي.

پر روسیې سربیره، متحدو ایالتونو افغانستان، برما، کیوبا، ایران، شمالي کوریا او پنځه نور هیوادونه هم په هغه لست کې راوستي دي چې پکې انساني قاچاق، په دولتي او د دولت له ملاتړ څخه په برخمنو څانګو کې اجباري کار، په دولتي کمپونو کې جنسي استفاده او له ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه کار اخیستل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لست د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ورزیات کړی دی.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا حکومت هڅه کوي د انسان د قاچاق په تړاو د دولتونو هڅې وڅاري.

د ښاغلي پرایس په وینا، امریکا هڅه کوي د انسانانو قاچاق وړونکي تر قانوني څار لاندې ونیول شي، د انسان د قاچاق له قربانیانو ملاتړ وشي او د انسانانو د قاچاق پورې د اړوندو جرایمو مخنیوی وشي.

پرایس وویل په بیلابیلو هیوادونو کې اداري فساد د انسان د قاچاق یو عمده دلیل دی ځکه د حکومت جګپوړي چارواکي له فاسدو قاچاق وړونکو څخه بډې اخلي او د هغوی لپاره نه یوازې د انسانانو د قاچاق زمینه مساعدیږي بلکې قاچاق وړونکي له خوندیتوب څخه هم برخمن کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د روسیې نوم په تکرار سره لیدل کیږي ځکه د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، اسناد د انساني قاچاق له خطر سره د هغو میلیونونو اوکراینیانو د مخ کیدو خبر ورکوي چې خپل هیواد یې پریښی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ۱۲ جلا نور هیوادونه هم شته چې ماشوم سرتیري ګماري او په هغو کې روسیه هم شامله ده.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت تر اوسه په راپور کې د شویو ادعاوو په اړه د رویټرز خبري آژانس غوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

XS
SM
MD
LG