ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۶۰زرو واوښت 

ایراني چارواکي‌ وايي د جنورۍ تر میاشتې مخکې هره ورځ د کرونا له کبله هلته تر ۱۰۰ زیات کسان مړه کېدل

د ایران د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۳ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

د ایران د عامې روغتیا د وزارت ویاندې سیما سادات د یکشنبې په ورځ فبروري ۲۸ (کب۱۰) په یو تلویزوني بیان کې وویل: « متاسفانه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له کبله ۹۳ نور کسان هم مړه شول او د دغې وبا له کبله د ټولو مړه شویو کسانو شمېر ۶۰۰۷۳ ته ورسېده.»

د ایران د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې تر دې دمه څه باندې ۱.۶ میلیون کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي. خو چارواکي‌ وايي‌ چې شاید په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر حسن روحاني په ګډون ډېرو چارواکو له خلکو غوښتي دي‌ چې د کروناویروس د خپرېدو او په دغه ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره طبي لارښووني په پام کې ونیسي.

ایراني‌چارواکي وايي په دغه هېواد کې د کروناویروس څلورمه څپه خپره شوې ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ د کروناویروس سره د مبارزې د ډلې په اونیزې غونډې کې وویل: «موږ باید څو میاشتې او یا ټول کال د کرونا ویروس له کبله اعلان شوي‌ محدودیتونه وڅارو.»

هغه له ایرانیانو وغوښتل چې د نوي‌ کال په مراسمو کې هم طبي لارښووني په پام کې ونیسي. د مارچ په ۲۱ په ایران کې نوی کال پيلیږي.

د کروناویروس سره د مبارزې د ډلې ویاند علي رضا رئیسي ‌د جمعې په ورځ ‌وویل ایران اندېښنه لري‌ چې د کروناویروس نوې بڼه چې په برتانیا کې خپره شوې،‌ دلته هم ډېره شي. هغه وویل چې ۱۱۲ کسان یې تشخیص کړي‌ دي ‌چې د کروناویروس په دغې بڼې اخته شوي‌دي.

ښاغلي رئیسي‌وویل چې د ویروس دا بڼه په تهران، په جنوبي ایالت خوزستان او ځینو نورو سیمو کې خپره شوې ده.

په ایران کې د کروناویروس له کبله هره ورځ‌ څه باندې ۱۰۰ کسان مړه کېدل چې د چارواکو په وینا له جنورۍ راهېسې دا شمېره تر ۱۰۰ راټېټه شوې ده.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان کې خپور شوی چې دا مهال یې په نړۍ کې څه باندې ۲.۵ میلیون کسان مړه کړي‌ اوڅه باندې ۱۱۳ میلیون نور پرې اخته دي.