د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او برتانیا د کرونا ضد واکسین نه استعمالوو– خامنه یي 


ایت الله علي‌خامنه يی پر ایران د امریکا او او برتانیا کرونا ضد واکسینونه منع کړل
ایت الله علي‌خامنه يی پر ایران د امریکا او او برتانیا کرونا ضد واکسینونه منع کړل

د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله خامنه يي نن جمعه جنوري ۸ (مرغومي ۱۹) په یو تلویزونې بیان کې په امریکا او برتانیا کې د کرونا ضد تولید شويو واکسینونو کارول په ایران کې بند کړل.

امریکا د «فایرز-بیوان‌تک»په نوم او برتانیا د «استرازینیکا» واکسینونه تولید کړي‌دي.

خامنه یي وايي چې په دغو دواړو هېوادونو باور نلري او په خبره یې دوی ډېر کله خپل تولید شوي‌ واکسینونه په نورو هېوادونو کې ازمايي.

دا په داسې حال کې ده چې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په ایران کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله ۵۶زره کسان مړه شوي او څه باندې ۱.۲میلیون نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې ایران ته به د «فایزر» کرونا ضد واکسین انتقال ستونزمن وي،‌ ځکه چې د هغوی په وینا دا واکسین باید د سانتي ګراد په ۷۰- درجه حرارت کې وساتل شي.

ایت الله خامنه يي وویل چې ایران کولی شي له نورو «مطمینو» هېوادونو څخه واکسین ترلاسه کړي، خو هغه پر فرانسې هم شک وښوده.

ایران د ډسمبر په میاشت کې د کرونا ضد واکسین ازمایل پيل کړل او تمه کېږي چې د ایران دا واکسین به را روان پسرلي کې بازار ته راووځي.

د کروناویروس په ۲۰۱۹کې د چین د هوبي‌ ایالت په ووهان ښار کې خپور شو چې دا مهال په ټولې نړۍ کې څه باندې ۸۸میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شوي او څه باندې ۱.۹۰میلیون نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG