د خلیج هېوادونه وايي چې ایران پرې د پنجشنبې په ورځ (اپریل دویمه) د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو د بریدونو نوې څپه پیل کړې، د ایران پوځ د «نورو ویجاړوونکو» بریدونو خبرداری ورکړی او اسرائيل په بیروت کې د حزب الله یو لوړ پوړي مقام وژلی دی.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وايي چې د هوا دفاع یې د پنجشنبې په ورځ (اپریل دویمه) د هغو ۱۹ بالستیک میزایلو او ۲۶ بې پیلوټه الوتکو سره مقابله کړې، چې له ایران څخه توغول شوي او الوځول شوي وو. د غورځول شویو میزایلو او الوتکو پرچو د ابوظبي د کیزاد صنعتي سیمې ته نژدې لږ زیان اړولی دی.
دغه وزارت وایي چې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د شخړې له پيل راهېسې په متحدو عربي اماراتو کې د ژوبل شویو کسانو شمېر ۱۹۱ ته رسېدلی دی.
د بحرین دفاعي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ایران دوه بالستیک میزایل او ۱۰ بې پیلوټه الوتکې شنډ کړي دي.
په همدې حال کې فایننشل ټایمز راپور ورکړی دی چې د امازون د ویب خدمتونو تائید کړې چې د ایران بریدونو یو ځل بیا په بحرین کې د دغه شرکت ډیجیټلي زېرمه مختل کړې ده. د ایران سپاه پاسداران مخکې اعلان کړی و چې د امازون ویب خدمتونه یې مشروع نښه کېدونکي اهداف دي، ځکه چې د هغوی په خبره دا په سیمه کې د متحدو ایالتونو د پوځي عملیاتو حمایت کوي.
بل لوري ته د اسرائیل پوځ وايي چې سمندري ځواکونو یې په یو برید کې د لبنان په مرکز بیروت کې د حزب الله ترهګرې ډلې یو لوړ پوړی مقام حاج یوسف اسماعیل هاشم وژلی دی- دی د دغې ډلې د جنوبي برخې مشر بلل کېدو. د حزب الله ډلې د هغه مړینه تائید کړې او هغه یې الهام بخښونکی شخص بللی. د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه برید کې اوه تنه وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.
اسرائيل د نوموړي وژل کېدل په حزب الله باندې یو لوی ګوزار بللی دی، د اسرائیل او دغې ډلې ترمنځ تېره میاشت له هغه وروسته بیا جګړه پیل شوه چې دې ډلې د اسرائیل په مرکزي ګڼ مېشتو سیمو کې د راکټونو نوي بریدونه پيل کړل. ایران وايي چې د ځان دفاع به کوي او د نورو بریدونو خبرداری یې هم ورکړی دی.