عراقي ملېشو له داعش نه د بعاج ښارګوټی ونیوه

داعش له څو کلونو راهېسې په موصل حاکمیت لري

عراقي ملېشو له سوریې سره سرحد ته نژدې له داعش جګړه مارانو د بعاج ښارګوټی ونیوه.

د عراق امنیتي ځواکونه وايي چې د دغه ښارګوټي په نیولو سره د موصل څخه د داعش د جګړه مارانو شړلو ته یو بل ګام هم ورنژدې شول. دا ښارګوتی د موصل په لویدیځ کې له سوریې سره په سرحد کې دی.

د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه له څو میاشتو راهېسې د موصل د نیولو عملیات کوي، باور دا دی چې د داعش ډلې تش په نامه خلیفه ابوبکر البغدادي هم په موصل کې پټ دی.

دغه ډله له څو کلونو راهېسې په موصل باندې حاکمیت لري.

د عراق د ګډو ځواکونو اعلامیه وايي چې د بعاج د سرحدي ښارګوټي په نیولو کې د عراق هوايي ځواکونو هم له شعیه ملېشو سره مرسته کړې ده. دغه شعیه ملېشې د مشهور خوځښت په نامه پېژندل کیږي.

که څه هم دغه ډله له ایران سره نژدې اړیکې پالي، خو د موصل د بیا نیولو په کمپاین کې له عراقي او امریکايي ځواکونو سره ولاړه ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي د مشهور خوځښت ډله ځیني ایراني مشاوران هم لري چې یو مشاور یې تېره میاشت بعاج ته نژدې په جنګ کې ووژل شو.

د دغې سرحدي سیمې نیول شاید له ایران سره دا مرسته وکړي چې په سوریې کې د بشارالاسد رژیم ته په خوندي ډول وسلې او ملېشې واستوي.

د امریکا له ملاتړه برخمن عراقي ځواکونو شاوخوا اووه میاشتې مخکې د موصل د بیا نیولو عملیات پیل کړل، خو لا هم د داعش جګړه ماران په دغې سیمې کې مقاومت کوي.