یوه افغانه میرمن چې د داعش ډلې څخه په الهام اخېستلو د یو برید په طرحه کې په همکارۍ تورنه ده، د پنجشنبې په ورځ جولای ۳۰ محکمې ته وړاندې شوه او د قاضي په حکم ورته دولتي وکیل وټاکل شو.
دا ښځه نذیره حاجي زاده نومېږي چې د ټکساز ایالت د فورت ورت په سیمه کې یې ژوند کاوه. هغه د همدې اونۍ په لومړیو ورځو کې ونیول شوه.
د محکمې په حکم کې راغلي چې میرمن حاجي زاده په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو اسناد نلري خو دا پکې ندي ویل شوي چې هغه څه وخت امریکا ته راغلې.
د بهرنیو ترهګرو د اخراج محکمې قاضي، تورنې افغانې ته د قانوني حقونو په اړه د معلوماتو ورکولو وروسته د واشنګټن ډي سي ولسوالۍ فدرالي دولتي مدافع وکیل وګماره چې پدې قضیې کې د میرمن حاجي زاده وکالت وکړي.
دا مطلب هم ولولئ
په امریکا کې یوه افغانه له داعش سره د همکارۍ په تړاو محاکمه کېږيد محکمې په حکم کې راغلي چې د پنجشنبې ورځې د محکمې په جریان کې دوه فدرالي دولتي مدافع وکیلانو د میرمن حاجي زاده د وکالت کولو لپاره حاضر و.
د محکمې په غوښتنه، د متحده ایالاتو د حکومت وکیلانو په میرمن حاجي زاده باندې د لګیدلو تورونو یوازې د غیر محرمې برخې لنډیز واوراوه چې معلومه شې حکومت ولې د امریکا څخه د هغې د شړلو غوښتنه کوي.
محکمې همدارنګه حکم کړی چې نذیره حاجي زاده به د واشنګټن ډي سي په نظارت خانې د محکمې تر بل حکم پورې په توقیف کې وي.