د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یوه افغانه له داعش سره د همکارۍ په تړاو محاکمه کېږي

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ودانۍ اولوګو
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ودانۍ اولوګو

یوه افغانه ښځه، چې په متحدو ایالتونو کې د داعش ډلې څخه په الهام اخېستلو د یو برید په طرحې کې په همکارۍ تورنه ده، نن پنجشنبه (جولای۳۰) په واشنګټن ډي سي کې محاکمې ته وړاندې کېږي.

دا لومړۍ ښځه ده چې د ولسمشر ټرمپ په حکومت کې په یوې ځانګړې محکمې، د بهرنیو ترهګرو د اخراج محکمه چې تقریبا ۳۰کاله غیر فعاله وه، حاضرېږي. اوسمهال دغه ښځه له امریکا څخه د شړل کېدو د خطر سره مخ ده.

دا ښځه نذیره حاجي زاده نومېږي چې د تګزاس ایالت د فورت ورث په سیمه کې یې ژوند کاوه. هغه د همدې اونۍ په لومړیو ورځو کې ونیول شوه.

د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي ای) لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې داسې «اطلاعات» ترلاسه شوي چې نذیره د داعش ډلې پلوۍ ده او خپل اولادونه یې هڅولي وو چې دغې ترهګرې ډلې ته ژمن واوسي.

سرچینه زیاتوي چې نذیرې د داعش ډلې څخه په الهام اخېستلو په متحدو ایالتونو کې د خپلو عزیزانو له لوري د یو برید د طرحې نه ملاتړ کړی دی.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په یو بیان کې نذیره د هغو دوو افغانانو مور او خواښې بلل شوې، چې په ۲۰۲۴ کال کې په اوکلاهاما کې په انتخاباتو باندې د برید په دسېسې کې محکوم وګڼل شول.

د هغه زوی عبدالله حاجي زاده د تېرکال د نومبر په میاشت کې په ۱۵ کالو بند محکوم شو او دا یې هم منلې چې له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته دې له متحدو ایالتونو څخه واېستل شي.

د نذیرې زوم نصیر احمدي توحیدي نومېږي او په افغانستان کې په یو امنیتي شرکت کې ساتونکی و. هغه د دسېسې په جوړولو او داعش ډلې ته د توکو د برابرولو په هڅې پړ شوی دی. څارنوالانو ویلي چې هغه د خپل پلان شوي برید لپاره د کلاشینکوف [AK-47] ټوپک فرمایش ورکړی، د خپلې کورنۍ شتمنۍ یې بې ځایه لګولې او افغانستان ته د تګ لپاره یې خپلې ښځې او ماشوم ته د الوتکې یو طرفه ټکټ پلورلی و.

د بهرنیو ترهګرو د اخراج محکمه په ۱۹۹۶ کې جوړه شوه، خو تر دې قضیې پورې لا کومه قضیه ورته نه وه سپارل شوې.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت دغې محکمې ته له امریکا څخه د نذیرې د اېستلو لپاره عریضه کړې او د دغې عریضې اسناد هم خپاره شوي دي.

دغه ځانګړې محکمه له متحدو ایالتونو څخه د هغو خلکو د شړلو ځانګړی صلاحیت لري چې د عدلیې وزارت یې «بهرني ترهګر» بولي. دا محکمه پنځه قاضیان لري، چې د متحدو ایالتونو د قاضي القضات لخوا ګمارل شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG