د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (فبروري۱۹) په باجوړ کې په یو برید کې د پاکستان د ۱۱ امنیتي ځواکونو له وژل کېدو څو ورځې وروسته په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د سفارت دپلومات احضار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې، چې د پاکستان دولتي راډیو په خپل ویبسایټ کې خپره کړې، ویل شوې دي چې وزارت د طالبانو دپلومات ته «په سختو ټکو کې د باجوړ برید غندلی او په دې اړه یې ورته خپل بیان» څرګند کړی دی.
د وزارت د ویاند طاهر اندرابي له خولې ویل شوي چې هغوی د طالبانو د دپلوماتیک ماموریت مشر ته «خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه چې د فتنه الخوارج (پاکستاني طالبانو غورځنګ) ټول مشرتابه په افغانستان کې دی او له افغان خاورې څخه فعالیت کوي او معافیت» هم لري.
د دوشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا د باجوړ په ولسوالۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې باندې له موټر بمب برید څخه وروسته ډزې وشوې چې د مقاماتو په وینا ۱۱پاکستاني سرتېري او ۱۲ بریدګر په کې ووژل شول.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید په سختو ټکو غندلی و او «د فتنه الهندوستان» کار یې بللی. د پاکستان حکومت دا اصطلاحګانې د پاکستاني طالبانو او خپلو ځینو نورو وسله والو مخالفو ډلو ته کاروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اندرابي ویلي دي: «...پاکستان په وار وار د طالبانو له رژیم څخه ډاډ ترلاسه کړی، خو له بده مرغه هېڅ قوي اقدام نه لیدل کېږي. د افغان طالبانو رژیم ته وویل شول چې د هغو ټولو ترهګرو ډلو او مشرتابه په ضد یې، چې د دوی له قلمرو څخه فعالیت کوي، عاجل، قوي او د تائید وړ اقدامات وکړي.»
د افغان طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو وروستیو څرګندونو او د خپل دپلومات د احضار کېدو له کبله لا په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو په تېر وخت کې یې دا ادعاوې رد کړې دي، چې ګنې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه کېږي او په افغانستان کې پلان کېږي.
افغان طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.