د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې ځانمرګی موټر بمب برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د «فتنه الهندوستان» کار بللی دی.
راپورونه وايي چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا د باجوړ په ولسوالۍ کې په چاودیدونکو توکو بار یو موټر د پاکستان د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نژدې الوځول شوی چې ۱۱ سرتېري په کې وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت د سه شنبه په ورځ د (فبروري۱۷) په رسمي ایکس حساب کې په دې اړه د شهباز شریف د غندنې اعلامیه خپره کړې او دا یې «د فتنه الهندوستان» کار بللی دی.
د پاکستان حکومت دا اصطلاح پاکستاني طالبانو او خپلو ځینو نورو وسله والو مخالفو ډلو ته کاروي او تور لګوي چې هند د دې ډلې حمایت کوي، خو هند دا تورونه ردوي.
په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په برید کې «۱۱ امنیتي سرتېري او یوه ماشومه وژل» شوي دي.
د پاکستاني د رسنیو په حواله په دغه موټر بمب برید کې اووه تنه نور ژوبل دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې تر دغه برید څو ساعته مخکې د خیبرپښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې په یوې بلې چاودنې کې هم دوه تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي او د پولیسو د یوې پوستې د دروازې په مخکې الوځول شوي.
د شهباز شریف په اعلامیې کې ویل شوي چې د باجوړ په موټر بمب برید کې «۱۲ ترهګر هم وژل» شوي دي، خو د ترهګرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
په دغې سیمې کې پاکستاني طالبان او ځینې نورې وسله وال ډلې فعالې دي او وخت ناوخته د پاکستان په امنیتي ځواکونو او بنسټونو بریدونه کوي. تر دې مخکې د دې ډول بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو منلې دی.
د پاکستان حکومت تور لګوي چې افغان طالبان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړو ته پناه ځایونه او روزنځایونه ورکړي او هغوی له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي او تطبیقوي.
خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه