لبنان د نړیوالو ټولنې په ملاتړ د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې څو د حزبالله د تررستي ډلې او اسراییلو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د دوشنبې په ورځ (مارچ ۹مه)د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په یوې انلاین غونډه کې دا وړاندیز وکړ. هغه د بشپړ اوربند او مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه څو د تاوتریخوالي بریدونه بند او اوربند نهایي شي او ترڅنګ یې د سرحدي امنیت لپاره دایمي ترتیبات ونیول شي.
د لبنان د ملي خبري اداري د رپوټ په اساس، د دې پلان له مخې به اسراییلي پوځ په تدریجي ډول له جنوبي لبنان څخه ووځي، او د لبنان پوځ به هلته ځای پر ځای شي څو د حزبالله وسله والې ډلې بېوسلې کړي.
دا وړاندیز وروسته له هغه کېږي چې د لبنان حکومت د مارچ په دویمه د حزبالله پوځي فعالیتونه غیرقانوني اعلان کړل او امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې له لبنان څخه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي. خو دا امر تر ډېره نه دی عملي شوی او حزبالله لا هم پر اسراییلو ورځني بریدونه کوي.
د اسراییلو پوځ (IDF) ویلي چې د سهشنبې په ورځ ( مارچ ۱۰ مه) یې په جنوبي لبنان کې متمرکز بریدونه پیل کړي او د حزبالله جنګیالي او تاسیسات په نښه کوي. همدارنګه د اسراییلو هوايي ځواک د بیروت په جنوبي سیمو کې د القرض الحسن مالي بنسټ څو څانګې هم بمبار کړې. دا بنسټ له حزبالله سره تړاو لري او امریکا پرې له ۲۰۰۷ کال راهیسې بندیزونه لګولي دي.
جګړه د سهشنبې په شپه هم روانه وه. حزبالله د اسراییلو د شمالي سیمې ګلیل پر لور لسګونه راکټونه توغولي. د اسراییلو پوځ ویلي چې د دې بریدونو له امله څوک ټپیان شوي نه دي.
د رپوتونو له مخې د لبنان پارلمان هم د دوشنبې په ورځ د رایې په تاییدولو سره خپله موده دوه کاله وغځوله، ځکه د جګړې او د خلکو د بېځایه کېدو له امله د مې میاشتې ټاکنې ناشوني وې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف وايي چې د مارچ له دویمې راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان بېځایه شوي چې پکې ۲۰۰ زره ماشومان هم شامل دي. د لبنان د روغتیا وزارت وايي لږ تر لږه ۴۸۶ کسان وژل شوي دي، خو دا نه ښيي چې څومره یې ملکي وګړي او څومره جنګیالي دي.
امریکا د بهرنیو چارو وزارت حزبالله د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په اتمه د یوې بهرني ترهګر سازمان په توګه نومولی دی.