حزب الله د سې شنبې په شپه د اسرائیل په تل ابیب او حیفا سیمه راکټونه وویشتل، چې دا په دې اونۍ کې دوهم ځل دی چې د ایران ملاتړې ترهګرې ډلې د نومبر ۲۰۲۴ کال له اوربند راهیسې اسراییل په نښه کوي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د سعودي عربستان، قطر، متحده ایالاتو، فرانسې او مصر سفیرانو ته وویل چې حزب الله د لیتاني سیند د شمال له سیمو څخه راکټونه توغولي دي.
د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د دوشنبې راهیسې یې په لبنان کې له ۲۵۰ څخه زیات هدفونه یې په نښه کړي دي، چې په کې د توغندیو د ویشتلو ځایونه، د وسلو ډیپوګان او د قوماندې مرکزونه شامل دي.
د اسرائیل پوځ د ایکس په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې سرتیري یي "د پرمختللي دفاعي حالت د یوې برخې په توګه سرحدي سیمې ته نږدې په څو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي" او "د حزب الله د ترهګریزو زیربناوو په وړاندې هدفمنده بریدونه" کوي.
د اسرائیلي پوځ د عربي ژبې ویاند ډګروال اویچای ادرايي په ایکس حساب کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "له دې وروسته به په لبنان کې د ایراني رژیم د استازو لپاره هیڅ خوندي ځای نه وي، او د اسرائیل پوځ به دوی هر چیرې چې پیدا کړي په نښه به یې کړي."
ادرايي د لبنان په جنوبي برخه کې د ۸۰ څخه زیاتو کلیو او ښارونو اوسیدونکو ته د وتلو خبرداری هم ورکړ.
د لبنان د روغتیا وزیر راکان ناصر الدین ویلي چې د دوشنبې د ورځې د اسرائیل بریدونو له امله د مړو شمېر ۴۰ تنه او د ټپیانو شمیر ۲۴۶ تنه رسیدلي - چې د لومړنیو راپورونو له مخې د مړو شمېر ۵۲ تنه و.
په بیروت کې د امریکا سفارت د "بې ثباته او نه اټکل کېدونکي امنیتي وضعیت" له امله تر بلې خبرتیا پورې تړلی دی.
امریکایي سناتور لینډسي ګراهام د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې په لبنان کې د حزب الله پر ضد پوځي عملیات پراخ کړي.
ګراهام په کانګرس کې خبریالانو ته وویل: "له اسرائیل سره یوځای شئ او حزب الله په نښه کړئ، چې لاسونه یې د امریکا په وینو ککړ دي. نه یوازې ایران له منځه یوسئ، بلکې د حزب الله نیابتي ډله هم له منځه یوسئ."
فورم \ دبحث خونه