اسرائیل وایي هوایي ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ د مارچ ۲۳ د لیطاني سیند پر سر یو پل له منځه وړی چې د حزب الله ترهګرې ډلې ترې د لبنان د جنوب او شمال تر منځ د وسلو او جنګیالیو د لیږد رالیږد لپاره کار اخیست.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو تیره ورځ ویلي و چې پدې بریدونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب الله د رضوان ځانګړو ځواکونو قوماندان، ابو خلیل البرجي او دوه نور وسله وال وژلي دي. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې وژل شوي قوماندان په اسرائیلي ځواکونو باندې د بریدونو مسؤلیت په غاړه درلود.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر هغه وشول چې د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کتز ویلي و پوځ ته لارښوونه شوې چې د لیطاني سیند پر سر د تګ راتګ ټولې لارې له منځه یوسي او په سرحدي سیمو کې د کورونو ویجاړولو چارې هم پراخې کړي.
د اسرائیل پوځ د روانې مارچ میاشتې په دویمې نیټې وروسته تر هغه په لبنان کې د حزب الله په اهدافو بریدونه پیل کړل چې دې ترهګرې ډلې په ایران باندې د اسرائیل – ایران جګړې په ترڅ کې په اسرائیل توغندي وار کړل.
رضوان ځواک د حزب الله د ځانګړو عملیاتو قطعه ده چې د ځمکنيو تعرضي عملیاتو ، چاپو او ټانګ ضد وسلو څخه د کار اخیستو مسؤلیت لري.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي چې د مارچ له دوهمې نیټې تر دې دمه، د اسرائیل په بریدونو کې څه د پاسه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې ۱۲۰ پکې میرمنې او ۸۰ ماشومان دي. وزارت ویلي چې ۴۰ روغتیایي مامورین هم وژل شویدي. وزارت د مرګ ژوبلې په ارقامو کې د ملکیانو او وسله والو تر منځ توپیر ندی کړی. چارواکو همدرانګه ویلي چې د جګړو له کبله د یو ملیون څخه ډیر خلک بې ځایه شوي هم دي.
د اسرائیل پوځ همدارنګه د دوشنبې په ورځ ومنله چې خپلو ځواکونو یې د لبنان سرحد سره نږدې یو عام اسرائیلی وژلی دی. دا د حزب الله – اسرائیل تر منځ په روانې جګړې لومړنی ملکي اسرائیلی دی چې وژل کیږي.
د اسرائیل شمالي قوماندانۍ قومندان ، تورنجنرال رافي میلو تائید کړې چې دا اسرائیلی یو بزګر و او د اسرائیل د توپ په برید کې وژل شوی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۷ میلادي کال د اکټوبر میاشتې په ۸ مې د حزب الله ډله د ترهګریزو سازمانانو په لیست کې شامله کړله.