ایران د دوشنبې په ورځ(مارچ ۲۳) بیا په منځني ختیځ کې پر خپلو ګاونډیو هېوادونو هوايي بریدونو ته دوام ورکړ. سعودي عربستان ویلي ایران د دغه هېواد پر پلازمېنې ریاض دوه بالستیک توغندي ویشتلي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو له دغو توغندیو څخه یو شنډ کړی، او بل په داسې سیمه کې لګیدلی چې خلک پکې نه اوسېږي.
سعودي عربستان همدرانګه ویلي چې د هیواد په ختیځ کې یې د یاران شپږ او په شمال کې یو بې پیلوټه یا ډرون الوتکه شنډه کړې.
د بحرین دفاعي ځواکونو بیا ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې د ایران ۳۶ ډرونونه او دوه توغندي شنډ کړي دي. پدې پیښو کې د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
په همدې حال کې، متحده عربي اماراتو راپور ورکړی چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو د ایران ۱۶ ډرونونه او اووه بالستیک توغندي ویشتلي دي.
د کوېټ پوځ هم د دوشنبې په ورځ د ایران د بریدونو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د کوېټ هوايي دفاعي سیستمونه د دښمن د ډرونونو او توغندیو سره مقابله کوي.
له هغې راهیسې چې متحدو ایالتونو او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران د رژیم پر وړاندې بریدونه پیل کړي، ایران د منځني ختیځ پر نورو هېوادونو د سلګونو ډرونونو او توغندیو په کارولو بریدونه کړي دي.
د ایران په دغو بریدونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو او په نورو ملکي هدفونو بریدونه هم شامل دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر، جنرال براډ کوپر، د شنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې هغه څه ته اشاره وکړه چې دا یې په منځني ختیځ کې “پراخ هوايي دفاعي چتر” بولي.
کوپر وویل: "په ځانګړي ډول زموږ د خلیج شریکانو د ایران د زرګونو ډرون بریدونو پر وړاندې دفاع کړې ده، چې دا زموږ د همکاریو د ځواک ښکاره بېلګه ده، ځکه موږ اوږه په اوږه کار کوو."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د شنبې په ورځ پر ټروت سوشل کې په یو پوسټ کې په ایران کې د امریکا د عملیاتو د موخو له جملې څځه د منځني ختیځ د متحدینو ساتنه یاده کړې ده.
فورم \ دبحث خونه