د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د انرژۍ په تاسیساتو د امریکا د بریدونو ځنډول؛ د تېلو بیې ټیټې او نړیوال مالي بازارونه ښه شول

ولسمشر ټرمپ ویلي امریکا به د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو نوي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي امریکا به د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو نوي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.

وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل امریکا به د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو نوي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي. د دوشنبې په ورځ نړیوالو بازارونه بیرته پورته شول او د تېلو بیې را ټيټې شوې.

له دې اعلان څخه وروسته د برېنټ نړیوالو معیاری خامو تیلو بیه شاوخوا ۷ سلنه راولوېده او په هر بیرل کې نږدې ۱۰۴ ډالرو ته ورسېده.

د امریکا د سټاک بازار په راتلونکو قراردادونو (فیوچرز) کې د پام وړ زیاتوالی راغی، او اصلي شاخصونه شاوخوا دوه سلنه لوړ شول. د امریکا د مالیې وزارت د ۱۰ کلنو پورونو عواید په څرګند ډول راکم شول، په داسې حال کې چې بیې یې لوړې شوې.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ ضرب‌الاجل ټاکلی و چې تهران دې د دوشنبې تر ماښامه د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، او ویلي یې و که دا کار ونه شي، د ایران د انرژي تاسیسات به “له منځه یوسي”. خو هغه د دوشنبې په سهار، وروسته له هغو خبرو چې “ډېرې ښې” او “رغوونکې” یې وبللې، د دې پلان د ځنډ اعلان وکړ.

ې په ورځ شاوخوا درې سلنه ټیټې وې. د دې قیمتي فلز بیې تېره اوونۍ په چټک ډول راولوېدې، ځکه اندېښنې وې چې د جګړې له امله لوړه انفلاسیون به د سود کچې لوړې وساتي.

د اروپا سټاکونه هم د ټرمپ له پرېکړې وروسته په څرګند ډول بدل شول، د سټوکس ۶۰۰ شاخص، چې د ورځې په پیل کې شاوخوا ۱.۵ سلنه راټیټ شوی و، بیا یو سلنه لوړ شو. همدارنګه، د بیتکوین او نورو ډیجیټل اسعارو بیې شاوخوا څلور سلنه لوړې شوې.

د د فبرورۍ له ۲۸ نېټې ، یعنې د ایران پر رژیم د امریکا او اسراییل د ګډو پوځي عملیات له پیل راوروسته د هرمز په تنګي او فارس خلیج کې د ایران له خوا پر بېړیو د بریدونو له امله سمندري تګ راتګ، ګډو وډ شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG