د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حزب الله ترهګرې ډلې د توغندیو بریدونو ته په کتو د یکشنبې په ورځ (مارچ۲۹) د لبنان په جنوب کې د پوځي عملیاتو د لا پراخولو لارښوونه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو یو غړی وژل شوی او تهران له لبنان څخه د خپل سفیر د لېرې کېدو په اړه د بیروت غوښتنه رد کړې ده.
د اسرائیل د شمالي قومندانۍ د نتنیاهو یو ویدیويي پیغام خپور کړی چې په کې وايي: «ما د اوسني امنیت زون د لاپراخېدو لارښوونه وکړه چې اشغال خطر او له خپل سرحد څخه د ټانګ ضد توغندیو برید په شا وتمبوو.»
نوموړي وویل چې اسرائيل د «حزب الله زرګونه ترهګر» وژلي خو بیا هم دا ډله د «توغندیو د توغولو وړتیا» لري.
تر دې مخکې د اسرائيل د دفاع وزیرا اسرائیل کتز ویلي وو چې ځواکونه به یې د «لیتاني سیند پورې پولې او امنیت زون په خپل کنترول» کې ولري.
د جګړې په زیاتېدو سره تلفات هم زیاتېږي. د یکشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د عدشیت القصیر په یوې سیمې کې د توغندي د چاودنې له کبله د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک یو غړی، چې د اندونیزیا و، ووژل شو او یو بل ژوبل شو- دا په نوې شخړې کې د سوله ساتي ځواک لومړی سرتېری دی چې وژل کېږي. سوله ساتی ځواک وايي د چاودنې د علت په اړه تحقیقات کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي چې په سوله ساتو ځواکونو باندې بریدونه «د نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه ده او شاید جنګي جنایت وګڼل» شي.
په همدې حال کې ایران د لبنان څخه د خپل سفیر د شړل کېدو په اړه د لبنان د حکومت امر رد کړی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې سفیر رضا شیباني به یې «په بیروت کې خپله دنده روانه» ساتي.
د لبنان مقاماتو شیباني ته د مارچ ۲۹ ضرب الاجل ټاکلی و چې له هغه هېواد څخه ووځي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګایدون سار ویلي دي چې د ایران سفیر «په کوربه هېواد ملنډې» وهي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مارچ له دویمې نېټې راهېسې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي. دغه وزارت د جنګیالیو او ولسي خلکو د تلفاتو ترمنځ توپیر نه کوي.
د جګړې له پیل راهېسې څلور اسرائیلي سرتېري او دوه اسرائيلي ملکیان هم وژل شوي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۷ د اکتوبر په اتمه نېټه د حزب الله ډله د ترهګر سازمان په توګه وپېژندله.
د امریکا غږ د وروستیو پېښو په اړه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نظر غوښتی او د هغوی له نظر ورکولو وروسته به دا راپور تازه شي.