د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائيل د ایران د اطلاعاتو د وزیر وژل کېدل تائید کړل

د ایران د رژیم د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب
د ایران د رژیم د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب

د اسرائيل د دفاع وزیر اسرائيل کتز ویلي دي چې د ایران د رژیم د اطلاعاتو [استخباراتو] وزیر اسماعیل خطیب د اسرائیل په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.

اسرائیل کتز وايي چې دا عملیات د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۸) شوي او وايي چې نن هم د پام وړ ناڅاپي بریدونو انتظار کېږي.

په اسرائيل کې مطبوعات وايي چې د اسرائیل د دفاع وزیر په یوې امنیتې ارزونې کې ویلي: «نن په هرې برخې کې د پام وړ ناببره وړاندوینه کېږي، چې د ایران او په لبنان کې د حزب الله په ضد زموږ روانه جګړه به سخته شي.»

د اسرائیل د دفاع وزیر وویل: «په ایران کې د بریدونو شدت په زیاتېدو دی. د ایران د اطلاعاتو وزیر خطیب هم د یکشنبې په ورځ له منځه ولاړ.»

کتز وویل چې هغه او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اسرائیل پوځ ته اجازه ورکړې چې «له هر ډول اضافي تائید پرته دې د ایران مهمې څېرې» له منځه یوسي.

یوه ورځ مخکې د اسرائیل دفاعي ځواکونو په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي لاریجاني یې د سه شنبې په سهار تهران ته نژدې په خپل پټ ځای کې په یو دقیق برید کې وواژه.

ویل شوي چې لاریجاني هغه وخت د ایران د رژیم د «تش په نامه» مشر په توګه خپل دریځ لا قوي کړ چې د فبرورۍ په ۲۸مه د دغه رژیم مشر علي خامنه ای ‌يي د اسرائيل په یو برید کې ووژل شو، لاریجاني د خامنه ای یو مهم سلاکار و.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو هم د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۷مه) وویل چې د رژیم د بسیج ملیشه ځواک قوماندان غلام رضا سلیماني یې هم د تهران په زړه کې په یو هدفمند برید کې له منځه وړی دی.

ویل شوي چې د سلیماني ځواکونو د جنورۍ په میاشت کې په ایران کې د حکومت ضد معترضینو په ځپلو کې، چې د ۴۷ کلنې استبدادي اسلامپالې واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه یې کوله، مهمه ونډه لرله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG