امریکا: د اسرائیل لخوا فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د تړل کیدو په لایحې 'ژوره اندیښنه' لرو

متحده ایالاتو دوشنبه اکټوبر ۲۸ ( لړم اوومه) په هغې لایحې "ژوره اندیښنه" ښودلې چې د اسرائیل پارلمان منظوره کړې او له مخې به یې په قبضه شوي ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې فعالیتونه وتړل شي.

د اسرائیل د پارلمان غړیو دا لایحه په ۹۲ طرفدارو او ۱۰ مخالفو رایو منظوره کړه.

سره لدې چې اسرائیل د پخوا راهیسې په UNRWA په فعالیتونو جدي انتقادونه کوي خو په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل تعرضي عملیاتو وروسته د ملګرو ملتونو پدې ادارې د اسرائیل انتقادونه هم ډیر شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په خبري کنفرانس کې وویل چې د ملګرو ملتونو دې ادارې تړل کیدو په هکله واشنګټن د اسرائیل په پلان ژوره اندیښنه لري او پدې یې ټینګار وکړ چې دا اداره د غزې په تړانګې کې د بشري مرستو په ویش کې مهم نقش لري.

ښاغلي میلر پدې هکله وویل: "د اسرائیل له حکومت څخه دې ټینګار ته دوام ورکوو چې ددې لایحې تطبیق کیدل وځنډوي. مونږ ترې په ټینګه غواړو چې هیڅ یې منظوره نکړي. او دا چې په راتلونکو ورځو کې څه کیږي، په همدې اساس به د خپلو راتلونکو اقداماتو پریکړه وکړو".

ویاند همدارنګه وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ددې موضوع په هکله سیمې ته پخپل تازه سفر کې هم یادونه کړې وه خو دا یې ونه ویل چې د اسرائیلي چارواکو غبرګون څه و.

اسرائیل د دې ادارې په مامورینو تور لګوي چې تیر کال د اکټوبر میاشتې په ۱۱ مې په اسرائیل باندې د حماس په برید کې یې برخه اخیستې وه.

سره لدې چې د اسرائیل لدې تور وروسته، متحده ایالاتو ددې ادارې سره خپلې مرستې وځنډولې او کانګرس هم یوه لایحه منظوره کړه چې د ملګرو ملتونو دې ادارې سره د متحده ایالاتو د مالي مرستو بیرته پیل کیدل یې بند کړي خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې UNRWA لا هم په غزې کې د مرستو په ویشلو کې، لویدیځه غاړه او نورو سیمو کې د فلسطینیانو سره د مرستو په برخې کې مهم نقش لري.