د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: غزې کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر لاندې مو د حماس تونلونه موندلي

د اسرائیل پوځ ویلي چې دا تونلونه تقریباً ۷۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري.
د اسرائیل پوځ ویلي چې دا تونلونه تقریباً ۷۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري.

د اسرائیل پوځ شنبه فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۱) ویلي چې د غزې په تړانګې کې د حماس د وسله والې ډلې د تونلونو یوه شبکه موندلې چې سلګونه متره اوږدوالی لري او یوه برخه یې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مرکزي دفتر لاندې ده.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي د دې تونلونو پیدا کیدل تازه شواهد دي چې ښیي د حماس وسله وال د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو اصلي خیریه مؤسسې لاندې ځان پټوي.

د اسرائیل د پوځ انجینرانو یو شمیر بهرني خبریالان ددې تونلونو لیدو ته بولي و. هغوي د یو ښوونځي څخه دې تونلونو ته داخل شول چې د ملګرو ملتونو دفتر یوې برخې لاندې تیر شوي.

د اسرائیل د پوځ یو ډګروال چې د تونل په هکله یې دې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې یوازې تر شلو دقیقو په پښو مزل کولو وروسته د UNRWA دفتر لاندې ورسیدل.

پوځ ویلي چې دا تونلونه ۷۰۰ متره اوږده او ۱۸ متر ژور دي، په ځینو برخو کې سره پرې شوي او خونې هم لري. پوځ همدارنګه په تونلونو کې یو دفتر هم موندلی چې لوازم ترې ایستل شوي و.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې پدې تونلونو کې ګڼ شمیر کمپیوټرونه موندل شوي او په یوې بلې برخې کې یې بیا بترۍ ځای پر ځای شوې وې.

د پوځ دې ډګروال چې په ویډیو کې یې خپل نوم ایدو یاد کړی، د تونلونو دې شبکې په هکله ویلي، " ټولې چارې له همدې ځایه کیږي. پدې تونلونو کې چې تاسو وګرځیدئ، برښنا یې له همدې ځای څخه برابریږي".

دې پوځي وړاندې وویل د حماس وسله وال د اسرائیل دفاعي ځواکونو د راتګ څخه خبر و او له همدې کبله هغوي دا تونلونه خوشې کړیدي.

د دې تونلونو پیدا کیدو څخه وروسته د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي کمیشنر فلیپي لازاریني څخه د استعفا غوښتنه کړې.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي لازاریني دا ادعا رد کړې چې ویلي یې دي ددې تونلونو موجودیت څخه ندی خبر.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر UNRWA په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا دفتر یې د تیر کال اکټوبر میاشتې په ۱۲ مې نیټې پریښی او له همدې کبله نشي تائیدولی آیا د حماس ډلې په ریښتیا هم هلته تونلونه درلودل که نه.

د دې خیریه ادارې په اعلامیې کې راغلي، " UNRWA نظامي او امنیتي تخصص نلري او نه هم د نظامي تفتیش وړتیا لري تر څو معلومه کړي څه شی یې په شاوخوا کې ښایي وي".

دا لومړی ځل ندی چې د اسرائیل او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دې دفتر تر منځ جنجال پیدا کیږي.

اسرائیل تر دې وړاندې پدې ادارې تور لګولی و چې ځینو غړیو یې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې چې حماس په اسرائیل ناڅاپي برید کړی و، لاس درلود او له همدې کبله د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر غربي هیوادونو د ادارې سره مرستې وځنډولې.

په غزې کې د UNRWA سره ۱۳ زره فلسطینیان کار کوي. فلسطینیان په اسرائیل تور لګوي چې د دې ادارې نوم بدولو لپاره نا سم معلومات خپروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG