د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې شنبې جنوري ۲۷ (سلواغې ۷) پدې ادارې د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر غربي هیوادونو د مالي مرستو ځنډولو پریکړه "ټکان ورکوونکي" وبلله.
اسرائیل پدې ادارې تور لګولی چې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې په بریدونو کې یې یو شمیر کار کوونکو لاس درلود. د اسرائیل همدې تور څخه وروسته لویدیځو هیوادونو پرې مالي مرسته وځنډوله.
د UNRWA مشر فلیپي لازاریني په یوې اعلامیې کې ویلي، " دا ټکان ورکوونکي ده چې د دې ادارې یوې وړې ډلې په مامورینو د تور په غبرګون کې بودجه ځنډیږي".
د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي چې په غزې کې خلکو ژوند همدې مرستو سره تړل شویدی.
UNRWA د اسرائیل تورونو څخه وروسته خپل ګڼ شمیر مامورین له دندو لیرې کړل او دا ژمنه یې هم وکړه چې د دې ادعاوو په هکله چې لا هم مشخصې شوې ندي، بشپړې پلټنې به کوي.
خو بل پلو بیا اسرائیل هوډ څرګند کړی چې د غزې په تړانګې کې به د دې ادارې فعالیت بندوي.
متحده ایالات، اسټرالیا، کاناډا، فنلنډ، جرمني، ایټالیا، سویټزرلینډ، هالنډ او بریتانیه هغه هیوادونه دي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې سره یې مالي مرستې ځڼدولي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ دې ادارې سره د مالي مرستو ځنډولو پریکړې څخه وروسته د ملګرو ملتونو د پلټنو هرکلی کړی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې ټول هغه کسان باید مسؤل وبلل شي چې پدې "ناوړه" بریدونو کې یې لاس درلود.
د حماس ډلې بیا د ملګرو ملتونو دې ادارې په خلاف د اسرائیل "ګواښونه" غندلي دي او له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو یې غوښتي چې دا شان ګواښونو څخه دې نه ډاریږي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دا اداره د ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې د فلسطیني کډوالو لپاره لازمې مرستې برابروي.
دا اداره تقریباً په بشپړه توګه د بهرنیو هیوادونو په مالي مرستې چلیږي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله دا اداره د ۱۹۴۹ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د عرب – اسرائیل جګړې څخه وروسته تاسیس کړه.
دا اداره په اردن، لبنان، سوریې، غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کې د فلسطیني کډوالو سره بشري مرستي کوي او هغوي ته یې سرپناوې ورکړي.
د دې ادارې سره شاوخوا ۷۵۰ زره فلسطیني کډوال ثبت دي چې کولی شي روغتیایي خدماتو، ټولنیزو خدماتو، عاجلو مرستو او وړو قرضو څخه ګټه واخلي چې دا اداره یې برابروي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دا اداره د ۶۰ کمپونو چارې پر مخ وړي چې ۱۹ یې په لویدیځې غاړې کې دي. دا سیمه د ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسرائیل لخوا قبضه شوې.
د دې تر څنګ ۵۴۰ زره ماشومان د دې ادارې په ښوونځیو کې لیک لوست کوي.
فورم \ دبحث خونه